آیا د پیازو له دغو حیرانوونکې ځانګړتیاوو خبر یاست؟

ټول سبزیجات خورا روغتیایي ارزښت او اهمیت لري، خو ځینې سبزیجات لکه پیاز خپلې ځانګړې ګټې لري.

پیاز قوي نباتي مواد لري چې د انسان روغتیا لپاره خورا ګټور دي او طبیبانو او حکیمانو حتی په لرغونو زمانو کې دغه نبات د ډیرو ناروغیو د درملنې لپاره کاراوه.

د ویټامینونو او منرالونو څخه ډک

پیاز ډیر ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري، خو برعکس، کمه کالوري لري. یو متوسط پیاز یوازې ۴۴ کالوري انرژي لري.

ساینسي موندنو ښودلې چې په پیاز کې د ویټامین سي بډایه ذخیرې ددې لامل ګرځي چې دا سبزي د بدن د معافیت سیسټم د تنظیم او قوي کولو، د وینې د بندیدو لپاره د کولاژن په تولید او د زخمونو د درملنې او په بدن کې د اوسپنې په جذب کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

پیاز د بي ویټامینونو څخه بډای دی، کوم چې د بدن په میټابولیزم، د وینې د سرو حجرو په تولید او د اعصابو فعالیت کې مهم رول لوبوي. همدارنګه، پیاز د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده، هغه منرال چې ډیر شمیر انسانان یې له کمښت سره مخ دي.

طبي څیړنو ښودلې چې د حجرو نورمال او منظم فعالیت، د بدن د مایعاتو توازن، په عصبي فایبرونو کې د محرکاتو لیږد، د ګردې فعالیت او د عضلاتو انقباض او پراختیا، ټول پوتاشیم ته اړتیا لري.

د زړه سلامتي

پیاز په زیاته اندازه د کورسیتین او د التهاب ضد اجزاو انټي اکسیډنټونه لري، چې د وینې غوړ کموي، د وینې لوړ فشار او د وینې د ټوټې کیدو مخه نیسي او بالاخره د زړه او رګونو ناروغیو خطر کموي.

د یوې ساینسي څېړنې موندنې ښيي چې هره ورځ د اتو اونیو لپاره له ۴۰ تر ۵۰ ګرامه خام پیاز خوړل د وینې خراب کولیسټرول په پام وړ کچه کمولی شي.

په پیاز کې موجود انټي اکسیډنټونه د بدن د حجرو د تخریب مخه نیسي او د سرطان، شکرې او د زړه د ناروغیو خطر کموي، د یوې ساینسي څېړنې موندنې ښيي چې پیاز په ځانګړې توګه سور پیاز ۲۵ ډوله انټي اکسیډنټونه لري.

د سرطان ضد

د الییوم ډوله سبزیجاتو منظم مصرف، چې په کې پیاز، هوږه او ګندنه شامل دي، د معدې او کولمو سرطان په ګډون د ځینو سرطانونو د خطر د کمولو سره یې تړاو درلودلی دی.

د پیازو د سرطان ضد خاصیت په دې نبات کې د سلفر لرونکو مرکباتو او انټي اکسیډنټونو په شتون پورې اړوند دی. ساینسي څیړنو ښودلې چې په پیاز کې د سلفر لرونکي مرکباتو شتون په بدن کې د تومورونو وده ورو کوي او د سږو او تخمدان د سرطان د خپریدو مخه نیسي.

د وینې د شکرې کنترول

د پیازو خوړل د وینې د شکرو د کنټرول لپاره اغېزمن ګڼل شوي، په ځانګړې توګه په هغو ناروغانو کې چې د شکرې په ناروغۍ اخته وي یا د دې ناروغۍ د پراختیا له خطر سره مخامخ وي.

د شکرې په ناروغانو باندې د یوې علمي ساینسي مطالعې پایلې ښیي چې هره ورځ د ۱۰۰ ګرامه تازه سور پیاز خوړلو د هغوی د وینې شکره په پام وړ کچه کمه شوې ده.

په پیاز کې موجود کورسیتین او سلفر د شکرې ناروغانو لپاره د شفا کوونکو اغیزو لامل کڼل شوی دی. د عملي موندنو پراساس، کورسیتین د وړو کولمو څخه تر پانقراص، د اسکلیټي عضلاتو، شخمي انساجو او جگر پورې د مختلفو ارګانونو سره د تعامل له امله په ټول بدن کې د وینې شکر تنظیموي.

د هډوکو غښتلي کول

که څه هم د هډوکو په روغتیا کې تر ډیره د لبنیاتو محصولات مرسته کوي، خو نور خواړه لکه پیاز هم د هډوکو په پیاوړتیا کې رول لوبوي.

په منځني عمر او د پاخه عمر لرونکو میرمنو په اړه ترسره شوو څو څیړنو ښودلې چې د خام پیاز یا د هغه عصاره هډوکي پیاوړي کوي.

داسې انګیرل کیږي چې پیاز په هډوکو کې د اکسیداتیف فشار کموي او د هډوکي د حجرو د زیان مخه نیسي. همدارنګه، د پیاز خوړل د انټي اکسیډنټوونو د غښتلي کیدو او د هډوکي د ضایعاتو د کمیدو سبب کیږي، د هډوکو د پوچیدو مخه نیسي.

د باکتریاو ضد خواص

پیاز کولی شي د خطرناکو باکتریاو سره مبارزه وکړي چې د جدي او وژونکو ناروغیو لامل کیږي. د پیازو د باکتریا ضد خاصیت په دې کې په موجود کورسیتین پورې اړه لري.

د یوې ساینسي څیړنې له مخې، د پیازو عصاره کولی شي د کولرا د ودې مخه ونیسي، کوم چې په مخ پر ودې هیوادونو لکه افغانستان کې د عامې روغتیا لویه ستونزه ده.

د هضم ښه کول

پیاز په زیاته اندازه فایبر او پری بیوټیک لري چې د کولمو روغتیا لپاره اړین ګڼل کیږي.

پریببیوتیکونه د فایبر غیر هضمي ډولونه دي چې په کولمو کې ړ هغه د انشقاق په وجه ګټورې باکتریاوې تولیدیږي.

د پیازو د همدې ځانګړتیاوو له امله ډاکټران او د تغذیې متخصصین سپارښتنه کوي، چې پیاز، که خام او یا پخه شوي وي باید د هر انسان په ورځني خوراک کې شامل شي او هیڅوک یې له روغتیايي ګټو بې برخې پاتې نه شي.

تازه پیاز یو له معجزه کوونکو خوړو څخه چې بې شمیر روغتيايي ګټې لري ګڼل کیږي. د باکتریا په وړاندې مبارزه کوي او د بدن ډیرو برخو ته ډیرې روغتايي ګټې لري. دلته مو د دغې خواړه له ځینو مهمو ګټو سره اشنا کوو:

 

عفونت په وړاندې مبارزه

خپل د بدن د زخمونو غوره روغتیا لپاره د پیازو ملهم جوړ کړئ او پر زخم یي کیږدئ. تاسې به لاندنیو موادو ته اړتیا ولرئ:

شیدې

• پیاز

• سپینه ډوډۍ

کله چې دریواړه مواد مو پیدا کړ نو شیدې وایشوئ. له ایشولو وروسته د ډوډۍ له پاسه يي واچوئ او د یو پیاز میده کول پیل کړئ او دا هم د سپینې ډوډۍ له پاسه واچوئ. دا ټول د ملهم جوړولو لپاره سره ښه یو ځای کړئ. په عفونت لروونکی برخه يي کیږدئ او انتظار وکړئ چې لږ سخت شي او کله چې سخت شو بیا يي لرې کړئ.

 

ټوخی درملوي

که له وچ ټوخی څخه کړیږئ نو لاندې مواد راټول کړئ.

• یو غټ پیاز

• نیمه کاچوغه نسواري رنګه بوره

له پیاز څخه پوستکی لرې کړئ. دوه ټوټي يي کړئ او دواړه خواوې له نسواري رنګه بورې سره پټ کړئ. دغه مخلوط د یو ساعت لپاره پریږدئ تر څو شربت ترلاسه شي. دغه لاسته راغلی شربت د ورځې دوه ځلي استعمال کړئ.

 

تبه له منځه وړي

که تبه لرئ، دلته مو له یوې داسې لارې سره اشنا کوو چې تبه مو کمولی شي. لاندیني مواد پیدا کړئ:

• هوګه

• کچالو

• پیاز

• د مڼې سرکه

پیاز او کچالو میده کړئ. له هغې وروسته هوګه هم میده کړئ او میده شوي مواد په یوې جرابې کې واچوئ. دغه جرابه کوم کې چې درې ډوله خواړه ځای پر ځای شوي په پښو کړئ. په اخره کې یوه ټوټه چې د مڼې په اوبو لمده شوې وي پرې واچوئ. دا ډیره اغیزمنه لاره ده او شدیه تبه له یو ساعت څخه لږ وخت کې کمولی شي.

 

د غوږونو ستونزه

که چیرې غوږونه مو درد کوي او یا هم د غوږونو د موم په ناروغۍ اخته یاست نو یوازې د پیاز یوه کوچنۍ برخه خپلو غوږونو کې کیږدئ. د پیاز زړه او یا تر ټولو داخلي برخه کوم چې د پړسوب ضد خاصیت لري وباسئ او خپل غوږ کې يي ځای پر ځای کړئ. پیاز به د غوږ موم له منځله وړلو او درد ارامولو سره خپله دنده اداء کړي. له ویده کیدو وړاندې يي له غوږ څخه ویستلی شئ.

که څه هم د درملنې دغه طریقې کلتوري دي خو ساینس هم ثابته کړې چې پیاز د باکتریا او عفونیت ضد خاصیت لري. که د ټوخي یا تبې درملنې ته اړتیا لرئ نو لازمه نه ده چې درمل استعمال کړئ.

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.