نوم: محمد هارون
د اوسېدو ځاى(انقره ترکیه)
سوال : د شعبان پر ۱۵ نیټه د ثواب په نیت روژه نیول جایز دي که نه؟ او ثواب لري که نه؟ بله داچي په شرعي لحاظ دا ورځ څه اهمیت لری او همدا رنګه په دې شپه او ورځ کي کوم ځانګړی عبادت کولو په اړه که معلومات راکړي، مهرباني به مو وي چي د شریعت له نظره څه حکم لري؟
جواب: حامداً و مصلياً
د شعبان (برات) پر ۱۵ روژه نیول جائز ده او ثواب لري، د ۱۵ شپه او ورځ دواړه په شریعت کي اهمیت لري همدغي شپې ته (لیلة البراءة) یا د خلاصون او نجات شپه وايي کوم خاص ځانګړی عبادت په دغه شپه کي منقول نه دی، البته په حدیث کي راځي چي په کور کي په انفرادي ډول په عبادت تیرول او د ورځي ئې روژه نیول په حدیث کي ثابت دی، په همدغه شپه الله تعالی د دنیا او آسمان ته (بلاکیف) نزول کوي، او د بنوکلب ( چي په څارویو او د هغوي په پالنه کي ئې زیات شهرت درلودي د څارویو تر وریښتانو زیات خلګو ته بخښه کوي، پورتني دوه روایته اګر که د سند له مخي ضعیف دي، البته د اعمالو د فضائلو له پاره ئې بیانول او پر هغوي باندي عمل کول جائز دی، او دا چي ځني رواجونه عوامو نارینه یا ښځینه و ایجاد کړي چي هغه په دغه شپه کي په جماعت سره صلوة تسبیح لمونځ کول او داسي نور کارونه په شریعت کي اصل نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : إِذَا كَانَتْ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ ، فَقُومُوا لَيْلَهَا وَصُومُوا نَهَارَهَا ، فَإِنَّ اللَّهَ يَنْزِلُ فِيهَا لِغُرُوبِ الشَّمْسِ إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا ، فَيَقُولُ : أَلاَ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِي فَأَغْفِرَ لَهُ , أَلاَ مُسْتَرْزِقٌ فَأَرْزُقَهُ , أَلاَ مُبْتَلًى فَأُعَافِيَهُ , أَلاَ كَذَا أَلاَ كَذَا ، حَتَّى يَطْلُعَ الْفَجْرُ. ابن ماجه: ص۹۹، طبع باب ماجاء فی صلاة التسبیح: قیام شهر رمضان.
(۲):عن عائشة : قالت فقدت رسول الله صلى الله عليه و سلم ليلة فخرجت فإذا هو بالبقيع فقال أكنت تخافين أن يحيف الله عليك ورسوله ؟ قلت يا رسول الله إني ظننت أنك أتيت بعض نساءك فقال إن الله عز و جل ينزل ليلة النصف من شعبان إلى السماء الدنيا فيفغر لأكثر من عدد شعر غنم كلب. ترمذی: ص۳۲۸، باب ماجاء فی لیلة النصف من شعبان. کتاب الصوم. چاپ: دارالمعرفة، بیروت.
(۳): و رواه ابن ماجة ایضاً هذ الحدیث فی الصفحة التی اشرت الیها قبل واللفظ للترمذی ومشکوة علی روایة ابن ماجة فی باب قیام شهر رمضان الفصل الثالث. ص۱۱۵، طبع قدیمی.
شب برات کی اتنی اصل ہے که پندرهویں رات او پندر هواں دن اس مہینے کا برکت اور بزرگي کا ہے ہماری حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم نی اس رات کو جاگنی کی اور اس دن کو روزه رکہنے کی رغبت دلائی ہے اور اس رات میں ہماری حضرت صلی الله علیه وسلم نی مدینه کی قبرستان می تشریف لیجاکر مردوں کیلئے بخشش کی دعا مانگی ہیں تو اگر اس تاریخ میں مردوں کو کچھ بخش دیاکریں چاہے قران شریف پڑهکر کہانا کہلا کر چاهی نقد دے کرچاهی ویسی ہے دعا بخشش کردیں تو یه طریقه سنت کی موافق ہے اس سی زیادة جتنی بکیهڑے لوگ کررہے ہیں اس ……………….جاري ده.
میں حلوی کی قید لگا رکهی ہے. یه سب واهیات ہیں. بهشتی زیور اردو چهٹا حصه: ص۳۸۶، چاپ اردو بازار لاهور باب شب برات کا حلوه محرم کا کهڑا اور شربت.
و بمثله ذکر فی قاموس الفقه: ج۴، ص۱۹۵، مادة شعبان چاپ زمزم کراچي.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
الله تعالى دي موږ د دې میاشتي په بركتو سره وبخښي
*******************************************************
نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!
*******************************************************
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
*******************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
*******************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
*******************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website