د اعتکاف اړوند مهمې پوښتنې او شرعي وضاحت
۱. آیا د اعتکاف پر مهال د نوکانو پرېکول جائز دي؟ که هو، نو کوم احتیاطونه باید وشي؟
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
✅ د اعتکاف پر مهال د نوکانو پرېکولو اجازه شته، ځکه چې دا د نظافت برخه ده او اسلام طهارت ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی. خو معتکف ته پکار ده چې د نوکانو پرېکولو پر مهال احتیاط وکړي، تر څو د مسجد پاکوالي ته زیان ونه رسېږي، او پرې شوي نوکان په مناسبه بوجۍ یا پاک ځای کې واچوي، نه دا چې په مسجد کې یې پرېږدي.
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ
(البقرة: ۲۲۲)
ژباړه: بېشکه الله تعالی توبه کوونکي او پاکي غوره کوونکي خوښوي.
او رسول الله ﷺ وفرمایل:
«الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الإبط.»
(بخاري، مسلم)
ژباړه: پنځه شیان د فطرت (پاکوالي) برخه دي: ختنه، د زېرناف وېښتو خریل، د برېت لنډول، د نوکانو پرې کول، او د بغل وېښتو لرې کول.
نو د دې حدیث له مخې د نوکانو پرېکول جایز دي، خو د مسجد پاکوالي ته باید پوره پاملرنه وشي.
۲. آیا د اعتکاف پر مهال د زېرناف او بغلونو وېښتو پرېکول جایز دي؟
✅ د بدن غیر ضروري وېښتان، لکه د زېرناف او بغلونو وېښتان، باید له ۴۰ ورځو زیات پاتې نه شي، ځکه چې دا د پاکوالي خلاف عمل دی. که د معتکف د بدن وېښتان د ۴۰ ورځو حد ته ورسېږي، نو د قضايِ حاجت پر مهال یې لرې کولی شي، ځکه چې دا د نظافت او طهارت برخه ده.
❌ که د چا ۴۰ ورځې لا نه وي پوره شوې، نو هغه ته اجازه نشته چې یوازې د وېښتو پرېکولو لپاره له اعتکاف ځایه بهر لاړ شي، که لاړ شي، نو اعتکاف به یې فاسد شي.
ځکه حديث دي حضرت انس رضي الله عنه فرمایي:
«وُقِّتَ لنا في قص الشارب وتقليم الأظفار ونتف الإبط وحلق العانة ألا نترك أكثر من أربعين ليلة.»
(مسلم، حدیث)
ژباړه: موږ ته د برېت لنډولو، د نوکانو پرېکولو، د بغل وېښتو ویستلو، او د زېرناف وېښتو خریل داسې مهال وټاکل شو، چې له ۴۰ ورځو زیات پاتې نه شي.
علامه ابن عابدین شامي رحمه الله فرمایي:
«لو خرج المعتكف لحلق العانة والختان وتقليم الأظفار فسد اعتكافه.»
(رد المحتار)
ژباړه: که یو معتکف یوازې د زېرناف وېښتو پرېکولو، ختنې، یا د نوکانو پرېکولو لپاره له مسجد وځي، اعتکاف یې فاسدیږي.
الله تعالی دې مونږ ته د اعتکاف احکام په سمه توګه عملي کولو توفیق راکړي. آمین!
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي
نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!