آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟

که دمسجد په څنګ کې یعني په دائره  کې طالبان اوسیږي ،هغوئ ته دمسجدله برق څخه استفاده کول  شرعا رواده اوکنه ؟ همداراز دمسجدامام یا مؤذن کورونوته له مسجدڅخه برق اوغاز ورکول شوی نوداشرعا ورته رواده  اوکنه ؟
نوددي خبري ځواب دادی چې    که چیري دامام کور اودطالبانو حجره  دمسجد په توابعوکې وي ،اودکلي دخلګو په خوښه دمسجد  برق ، ګاز ، اواوبه  دطالبانو یادامام اومؤذن کورته ورکول شوي وي اوبلونه   یې همدغه خلګ اداء کوي   نوبیا دوئ ته له دغه اسبابو څخه استفاده کول شرعا رواده ؟
اوکه چیري له توابعو څخه نه وي  ، یایې   دخلګو خوښه نه وي نوبیا ورته له دغو اسبابو څخه استفاده کول نه دی جائز .
ومثله في احسن الفتاوی ۶\۴۴۶
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.