آيا په پتلون کې لمونځ صحي دی؟
که يو څوک داسې جامې واغوندي چې عورت يې نه پټيږي، آيا د ده لمونځ صحيح دی؟
ولي الله لندن نه..
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
…………………………………………………………………….
د عورت پټولو حکم د قرآن او حدیث په رڼا کې الله تعالی فرمايي:
> يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ (سورة الأعراف: 31) ترجمه: اې د آدم زامنو! خپل زينت (جامې) د هر لمونځ پر مهال واخلئ.
د دې آیت څخه دا معلومېږي چې د لمانځه پر مهال داسې جامې اغوستل پکار دي چې بدن پټ کړي او د عورت د ښکاره کېدو سبب نه شي.
د حديث نبوي څخه دليل: رسول الله ﷺ فرمايي:
> لَا يَقْبَلُ اللَّهُ صَلَاةَ حَائِضٍ إِلَّا بِخِمَارٍ (سنن أبي داود، حديث: 641) ترجمه: الله تعالی د بالغه ښځې لمونځ نه قبلوي مګر دا چې خمار (پوښ) يې واغوندي.
د علماوو اقوال: د فقهاوو له نظره، که د لمانځه پر مهال د سړي يا ښځې عورت ښکاره شي، نو لمونځ يې باطل کېږي، ځکه چې دا د لمانځه له شرطونو څخه دی.
په پتلون کې د لمانځه مسئله:
1. که پتلون دومره تنګ وي چې د بدن اعضا يې څرګندې کړي، نو دا مکروه تحريمي دی، او که دومره نازک وي چې پوستکی ښکاره کړي، نو لمونځ نه صحي کېږي.
2. که پتلون دومره پراخ وي چې عورت يې پټ کړي، نو لمونځ صحي دی، البته که دا د شرعي لباس خلاف وي، نو مکروه دی.
3. هغه څوک چې د پتلون اغوستونکي تر شا ولاړ وي، د ده لمونځ د هغه له لباس سره تعلق نه لري، خو که د ده عورت ښکاره شوی وي، نو لمونځ يې باطل کيږئ.
4. په پتلون کې لمونځ صحي دی که عورت يې پټ کړي، خو که ډېر تنګ وي، نو دا مکروه دی.
5. که د چا عورت ښکاره شوی وي، نو لمونځ يې نه صحي کېږي.
6. هغه څوک چې د پتلون اغوستونکي تر شا ولاړ وي، د هغه لمونځ د ده له لباس سره نه خرابېږي، خو که د پتلون اغوستونکي لمونځ د لباس د نامناسبتوب له وجې خراب شوی وي، نو دا د ده خپله ذمه واري ده.
يوه کيسه به درته وه کړم…
يو تن له مولانا بجلي ګهر څخه پوښتنه وکړه: “په پتلون کې لمونځ کېږي؟”
مولانا موسکا وکړه او ويې ويل: “دهغه لمونځ روستو خبره ده، څوک چې تر شا ولاړ دي، د هغوي لمونځ کيسه خرابه ده!”
دا خبره ساده وه، خو ژور مفهوم يې درلود. د لمانځه د صحت لپاره د بدن پټول يو اساسي شرط دی.
فقها وايي، که لباس دومره تنګ وي چې د بدن شکل څرګند کړي، نو دا مکروه تحريمي ګڼل کېږي، او که دومره نازک وي چې پوستکی ښکاره شي، نو لمونځ نه صحي کېږي. که يو څوک داسې جامې واغوندي چې د لمانځه شرعي شرطونه نه پوره کوي، نو د هغه لمونځ باطل دی. که د پتلون اغوستونکي د عورت ښکاره کېدو له امله لمونځ فاسد شي،
نو دا يوازې د ده مسئله نه ده، بلکې هغه څوک چې د ده تر شا ولاړ وي، د تمرکز د خرابېدو له امله يې لمونځ هم متأثر کېدای شي.
د دې خبرې مفهوم دا دی چې اسلامي لباس يوازې شخصي انتخاب نه، بلکې د ټولنې لپاره د ادب او شرم يو معیار هم دی.
هر مسلمان ته پکار ده چې د خپل لباس انتخاب د شريعت مطابق وکړي، څو نه يوازې خپل عبادت ته درناوی وکړي، بلکې د نورو لمونځ کوونکو ذهنونه هم مغشوش نه کړي.
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!
*******************************************************
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
*******************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
*******************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
*******************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website