آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟

آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟

پوښتنه (۱۵۲ – ۳)آيا په سرتور سرلمونځ اويا اذان كول دشيعه ګانو طريقه ده اوكه نه ؟

ځواب: فقهاوو په سرتورسرلمونځ كول مكروه ګڼلي دي ،په اذان كې يې ددې تصريح نه ده كړي ،اوپه لمانځه كې يې هم دغه تفصيل كړى دى چې دسستۍ له امله په لوڅ سرلمونځ كول مكروه دى ،اوكه چيرې دعاجزۍ ،تذلل ،خضوع اوخشوع له امله  سرتورسرلمونځ وكړي نو مكروه والى نشته ،لومړى خو غوره داده چې په سرتورسر دې اذان نه كوي اوكه چيرې په يوځاى كې داد شيعه ګانو شعاروي نوبيا خوضرور دهغوى سره مخالفت بايدوكړاى شي اوپه سرتورسردې اذان نه كوي ددې لپاره چې له هغوى سره مشابهت رامنځته نه شي ،په درمختاركې داسې راغلي ( وصلوته حاسرا اى كاشفا راسه للتكاسل ولاباس به للتذلل الخ ولوسقطت قلنسوة فاعادتها افضل الخ درمختار(1)) .

(1)  الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب ايضا ج ۱ ص ۲۵۹۹ ، ۶۰۰ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.