آيا ضرور ده چې زکات په رمضان مياشت کې ورکړ شي ؟

د آنلاین اسلامی لارښود ټولو عالمانو، کارکونکواوتخنیکی همکارانو ته سلامونه وړاندی کوم.
آیا ضروری ده چی زکات په بزرګه میاشت کی ورکړل شی؟

رحيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د زکات د ادا کولو د پاره په اسلامي شريعت کې کوم خاص وخت او مياشت نه دي ټاکل شوي بلکي کله چې کال پوره شي زکات به ادا کوي همدارنګه د زکات پيشکي ورکول هم جايز دي ، مګر په رمضان المبارک کې د صدقاتو او زکات ورکول د ثواب د زيادت سبب ګرځي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان المبارک تر ټولو خلکو په خيرات ورکولو کې مخکې ؤ په دليل د دغه حديث شريف چې امام بخاري او امام مسلم روايت کړی دی :«‌کان  النبی‌  صلي الله عليه و سلم  اجود  الناس  بالخیر  وکان  اجود  ما  یکون  فی  رمضان‌»

محمود الفتاوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *