آيا د ږېرې په خريلو سره روژه ماتيږي ؟

السلام علیکم!
زما بوشتنه داده چی د ژیری کمول او خریل خو لویه گناه ده نو سوک چی به روژه کی ژیره کمه او یا وخریی نو ایا روژه یی ماتیژی او که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ږېرې پريښودل واجب دي خريل يې حرام دي:

د ږېرې په خريلو يا کمولو سره روژه نه فاسديږي بلکي د روژې ثواب مه کيږي ځکه د روژې يو هدف د تقوی اختيارول او د ګناه څخه ځان ساتل دي لقوله سبحانه و تعالی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .

و الله سبحانه وتعالی

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.