آيا د ځمکې ګرو کول سود دی ؟

زه په خپله دومره مجبوره وم چي په مكتب كي مي درس لوستلو خو يوناڅاپه زما ورور مريض شو حتا تردي چي مرگ ته نژدي شو چاسره پيسي هم نه وي چي ماته يي راكري واي  بس زه مجبوره شوم چي خپله زمكه يعني مزرعه مي گيرو كرله او ورور مي له مرگ نه بچ شو او په كوركي دري٣ نفره له ماسره عمليات شول تقريبا دري سوه زره اافغاني مصرف شولي او زه مجبوره دخپلي زمكي كروي ته شوم.

زرګل


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پور او قرض په بدل کې د ځمکې يا بل شي ګرو کول جايز دي او دا يو روا معامله ده ، لقوله سبحانه وتعالی :

لقوله سبحانه و تعالی : وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ (البقره ۲۸۳ ) .

يعنې : که تاسې په سفر کې واست او ليکونکی مو ونه موندو نو قبض کړی شوې ګروي (واخلئ) او که ځنو د تاسو ځنې نور امين وګڼل (او ګروي وا نه خيسته ) نو هرومرو دي هغه څوک چې باور پرې شوی وي خپل امانت تر سره کړي .

مګر ګرو نيونکي ته د ګرو شي څخه لکه : ځمکه او داسې نورو څخه ګټه اخيستل ناروا دي .

فی الشامی :لا يحل له ان ينتفع بشئ منه بوجه من الوجوه وان اذن له الراهن لانه اذن له فی الربا الخ …

و فی فتاوي اللجنة الدائمة (۱۴/۱۷۷ ) :

اما ان کانت هذه الارض المرهنة رهنت فی دين قرض ، فانه لايجوز للمرتهن الانتفاغ بها مطلقاً ، لکونه قرضاً جر نفعا ، و کل قرض جر نفعا فهو ربا باجماع اهل العلم .

تاسې چې دغه معامله د اضطرار او هلاکت پر مهال تر سره کړې ده نو پر تاسې ان شآء الله ګناه نشته ځکه د فقهی قاعده ده :

الضرورات تبيح المحظورات

او دا قول د الله تعالی : فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ) البقرة/ 173

تفسير انوارالقران ليکي ، باغ نه عبارت د ضرورت څخه علاوه او عاد نه عبارت دا دی چې بله چاره ونه لري يعنې هغه وخت چې د هلاکت ويره وي او بله هيڅ لاره او چاره نه وي (تفسير انوارالقرآن سوره البقره ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.