اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
آیا د لمانځه نه وروسته دعا کول چی امام دعا کوی او ټول خلګ آمین وایی دا بدعت دی او د وترو د دعای قنوت حدیث شته او که نه؟ – عزيز احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سنتو او نفلو وروسته په لوړ آواز اجتماعي دعا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې رواج لري د رسول الله صلی الله عليه وسلم ثابته نه ده .
محمود الفتاوي حنفي ليکي : د سنتو او نفلو نه وروسته په لوړ آواز اجتماعي دعا له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ثابته نه ده ، مګر انفرادي دعا جايز ده د دعا په تارک باندې ملامتيا نشته ((النفائس المرغوبة)
و قال العلامة الانور الكشميرى رحمه الله:
“فلا سبيل الى تبدبع من رفع، و لا الى تجهيل من ترك، و امّا الامور المحدثة من عقد صورة الجماعة للدعاء كجماعة الصلاة و الانكار على تاركها و نصب امام ثم اهتمام به فيه و غير ذلك من قلة العلم و كثرة الجهل و الجاهل اما مفرط أو مفرّط”. (النفائس المرغوبة: ص 37)
قال الطيبى فى شرح المشكوة:
“ان من اصرّ على امر مندوب و جعله عزماً و لم يعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشيطان” ((النفائس المرغوبة: )
و فى الدر المختار:
“و كل مباح يؤدى اليه الى الوجوب فمكروه”. (الدر المختار مع الرد: 1/557) .
کفايت المفتي ليکي :
په دې باندې پوهيدل په کار دي چې د احاديثو او فقهې په کتابونو کې ددې هيڅ ثبوت نشته چې په قرون ثلثه کې د دعا دا طريقه وه چې د سنتو نه وروسته ټول په جمع سره دعا غواړي ، او کله چې په دې باندې دا قيود نور هم ور زيات شي چې امام د خلکو د فارغيدو پورې انتظار وي او يا يې په پريښودونکی باندې ملامتيا وي او په کولو يې الزام وي لکه نن زمان چې زمونږ د محلې حال دی نو بيا ددې په بدعت کې هيڅ شک او شبه نه پاتې کيږي .
ځکه د شريعت چې کوم مستحب او مباح حکم الزامي او ضروري وګڼل شي هغه بدعت ګرځي ځکه چې اسلامې شريعت چې کوم شی نه وي الزامي کړي هغه څوک له ځانه نشي الزامي کولای .
طيبي د مشکوت په حاشيه ليکي :
من اصر علی امر مندوب و جعله عزما و لم يعمل بالرخصة فقد اصاب الشيطان من الاضلال فکيف من اصر علی بدعة او منکر ( السعاية ۱ / ۱۰۱ )
يعنې : چا چې په کوم مندوب کار کې اصرار وکړ هغه ضرور وګڼلو او په هغه کې رخصت و نه کړ نو شيطان د هغه په ګمرا کولو کې کامياب شو ، نو د هغه کس به څه حال وي چې په بدعت او منکر باندې اصرار کوي .
او بل دا چې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم عادت مبارک دا ؤ چې سنت او نفل به يې په کور کې ادا کول .
” أفضل الصلاة صلاة المرء في بيته إلا المكتوبة ” (رواه البخاري ) د سړي د پاره بغير له فرضو څخه په کور کې لمونځ کول غوره او افضل دي .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النّبِيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “اجْعَلُوا مِنْ صَلاَتِكُمْ فِي بُيُوتِكُمْ. وَلاَ تَتّخِذُوهَا قُبُوراً”. (متفق عليه )
ابن عمر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : تاسې خپل لمونځونه (سنت او نفل ) په کورونو کې کوئ او خپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ .
په دې باره کې نور احاديث هم راغلی دي .
نو بيا د سنتو او نفلو وروسته د اجتماعي يا دست جمعې دعا ثبوت له کومه شو ؟
دوهم ځواب : کومه دعا قنوت چې مونږ يې په لمانځه وايو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابته شوې ده او روايت يې په لاندې ډول دی :
اَللهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ ،وَ نسْتَغْفِرُکَ وَنُؤْمِنُ بِکَ ،وَنَتَوکَّلُ عَلَيْکَ، وَنُثْنِیْ عَلَيکَ الْخَيرَ، وَنَشْکُرُکَ، وَلاَ نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ، وَ نَتْرُکُ مَنْ يَفْجُرُکَ. اَللهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ ، وَلَکَ نُصَلَّیْ ،وَنَسْجُدُ ،وَاِلَيْکَ نَسْعی، وَنَحْفِدُ، وَنَرْجُوا رَحْمَتَکَ وَنَخْشی عَذاَبَکَ اِنَّ عَذاَبَکَ بِالکُفَّارمُلْحِق .( السنن الكبرى للبيهقي 2/211 ) .
(ای الله ! مونږ له تا نه د مرستی غوښتونکي يو، او له تا نه د بخښنی غوښتونکي يو ، پر تا ايمان راوړو ،اوپر تا توکل کوو ،اوستا ښه تعريفونه کوو،اوستا شکر ادا کوو،ستا نا شکري نه کوو ،او څوک چې ستا نا شکري اونافرماني وکړي هغه پريږدو ،هيڅ اړيکې ورسره نه ساتو ،ای الله ! مونږ همدا ستا عبادت کوو ،همدا ستا لمونځ کوو او همدا ستا ته سجده کوو ،او همدا ستا به لور در ځغلو،اوستا د حکم په ځای کولو لپاره تيار اوسو،اوستا د رحمت ليوال يو ،اوستا له عذاب ځنې په ويره کې يو ،يقيناً ستا عذاب کافرانو ته ور رسيدونکی دی ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم