آيا تقدير ته تدبير جوړيږي ؟

ايا تقديرته تدبيرجوريزي? جواب ضروري ده

ميرويس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تقدير څه ته وايي ؟

قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله جل جلا له  په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له ) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله جل جلا له  په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی لکه څنګه چې جبريل عليه سلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه د ايمان په باره کې سوال کوي چې ايمان څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ » (بخاري (4949 او مسلم (2649)

(ايمان عبارت له ) په الله جل جلا له  ، ملائکو ، کتابونو ، پيغمبرانو ، ورځ د آخرت او د ښه او بد په تقدير باندې ايمان لرل .

د انسان عادت دا دی چې هر شی د خپل فکر او پوهې له رويه څيړي ، د الله جل جلا له  قدرت او د قدرت دومره لوړې نښانې دي چې د هغه څيړل د انسان په عقل او پوهې سره ډير مشکل وي .

ځکه مونږ د سبا ورځې په راتلونکو حالاتو باندې نه پوهيږو علم نه ورباندې لرو ، خو الله جل جلا له  چې څه مخلوق پيدا کړی دی په ازل کې په هغوی باندې پوره علم لري .

آيا تقدير تغير کولای شي :

تقدير په دوه ډول دی يو مبرم ( تغير نه کوونکی ) تقدير دی او بل معلق (تغير کوونکي ) تقدير چې په اسباسو پورې تعلق لري او بدليږي لکه څنګه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

: لا يَزِيدُ فِي الْعُمْرِ إِلا الْبِرُّ وَلا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ (رواه ابن ماجه ( 4022 ) عمر نه زياتيږي مګر په نيکۍ ، تقدير نه بدليږي مګر په دعا

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ ) رواه البخاري ( 5640 ) ومسلم ( 2557 ) .

یعنې : څوک چې غواړي د هغه عمر زيات او رزق يې پراخه شي نو هغه لره پکار دي چې خپلولې ښه و پالي .

حضرت عمر فاروق د بيت الله طواف کولو او ژړل به يې او دا دعا به يې کوله ای الله جل جلا له  ! که دې زه بدبخت او ګناهکاره ليکلی وم هغه محوه کړي ما دې پخپل کتاب کې سعادت او مغفرت وليکي .همدارنګه ابو وائل تابعې به هم دا دعا کوله .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.