آيادالله تعالى ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟

آيادالله تعالى ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟

 

پوښتنه (۸) دصوفيانويوه ډله وايي چې دالله تعالى ذكر په اجتماعي  ډول له پنځولمونځونواوله نورو فرائضو څخه غوره دى اوكه په اذكارو باندې دبوختياپه سبب فرض ترې پاتې شي نوقضاء يي نشته اوګناه ګاريږي هم نه ،دوى دا آيت په دليل كې راوړي ( ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنكرولذكرالله اكبر) آياددوى دا ويناصحيح ده اوكه نه ؟

ځواب: ددوى دا ويناباطله اوبې اساسه ده ځكه چې په صحيح حديث كې راغلي دي (وعن ابن مسعودt قال: سئلت النبى r اى الاعمال احب الى الله ؟قال: الصلوة لوقتها قلت ثم اى قال برالوالدين قلت ثم اى قال الجهادفى سبيل الله (3)) وقال الله تعالى (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى (4)) لمونځ دټول امت په اتفاق سره فرض دى اودالله Y ذكردمستحباتوڅخه دى اوپه دې هم متفق دي چې فرض له مستحبوڅخه غوره دى ،اودپورتنۍ آيت معنى داسې ده چې لمونځ  دنوروټولوعبادتونو څخه بهتر دى ځكه چې دالله Y ذكرپكې موجود دى (قال فى الكمالين فالصلوة لماكان كلها مشتملة بذكرالله تعالى تكون اكبر الخ (5)) .

(3)  مشكوة كتاب الصلوة  فصل اول  ص ۵۸ . ظفير

(4)  سورة بقرة ركوع  ۳۲ . ظفير

(5)  د تفسيرجلالين حاشيه ص ۳۳۹ وفى عبارة ابى سعود رحمه الله ولذكر الله اكبر اى الصلوة اكبرمن سائرالطاعات ( ايضا  ص ۳۳۸ ) . ظفير

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.