آخري خاتمه ، سعادت او شقاوت

اربعين النوويه – څلورم حديث

له ابى عبدالرحمن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: صادق او مصدق پيغمبر مونږ ته داسې خبر راکړ چې : «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِيْنَ يَوْماً نُطْفَةً، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يُرْسَلُ إِلَيْهِ الْمَلَكُ فَيَنْفُخُ فِيْهِ الرُّوحَ وَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ: بِكَتْبِ رِزْقِهِ، وَأَجَلِهِ، وَعَمَلِهِ، وَشَقِيٌّ أَوْسَعِيْدٌ. فَوَاللهِ الَّذِي لاَ إِلهَ غَيْرَهُ إِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الْجَنَّةِ، حَتَّى مَا يَكُونَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إِلاَّ ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الْكِتَابُ فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ فَيَدْخُلُهَا، وَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ، حَتَّى مَا يَكُونَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إِلاَّ ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الْكِتَابُ فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَيَدْخُلُهَا»([1]).

ژباړه : په حقيقت کې د تاسې نه د هر چا پيدايښت د مور په نس کې داسې تر سره کيږي : څلويښت ورځې د نطفې په حالت کې وي ، وروسته بيا ( څلويښت ورځې ) د وينې په يو سرښناک ټوټه بدليږي ، وروسته بيا ( په همغه وخت کې ) د غوښې په يوه بوټۍ بدليږي ، بيا الله تعالی هغه ته پريښته ليږي تر څو په هغه کې روح پوه کړي او پريښته د څلورو شيانو په ليکلو مأمور ده : روزې يې ، عمر يې ، عمل او کردار يې او دا چې بدبخت او يا نيکبخت دی .

پس پر الله تعالی سوګند دی چې هيڅ بر حق معبود پرته له هغه نشته ، يقيناً د تاسې څخه يو د اهل جنت اعمال (د شريعت موافق صالح اعمال ) تر سره کوي تر څو د هغه او جنت ته د رسيدو تر مينځ فاصله نه پاتې کيږي مګر يو ګز . پس د هغه ليکنه (تقدير) مخکې شي او د اهل دوزخ اعمال تر سره کوي پس د هغه په وجه دوزخ ته داخليږي ، او يو د تاسې څخه د اهل دوزخ اعمال تر سره کوي چې د هغه او دوزخ ته د رسيدو تر مينځ فاصله نه پاتې کيږي مګر يو ګز ، پس د هغه ليکنه (لوح المحفوظ ، خاتمه) پر هغه مخکې کيږي او د اهل جنت اعمال تر سره کوي او د هغه په وجه جنت ته داخليږي .

تشريح :

قول د «الصادق او مصدق » ، د صادق (رښتيا ويونکې ) څخه مطلب پيغمبر صلی الله عليه وسلم دی او د مصدق څخه په ده باندې په رښتيا سره نازل شوي (وحی ) مطلب ده .

ځېنې علماء کرام وايي چې د « إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ » منعی دا ده چې د دوو جلا انسانانو مني يا نطفه يې په يو رحم کې چې ځای د ولادت دی جمع کړل .

« فَوَاللهِ الَّذِي لاَ إِلهَ غَيْرَهُ » دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم دی او دلته د قسم يادولو مطلب د موضوع اهميت دی .

«إِنَّ أَحَدَكُمْ» يعنې د تاسې نه يا د خلکو څخه يو ډله به د «اهل الجنة» اعمال تر سره کوي لکه : لمونځ ، زکات ، روژه ، حج ، جهاد اونور به تر سره کوي تر څو د هغه او جنت تر مينځ د «الذراع» ( د فاصلي شرعي واحد دی چې تقريباً له ۶۰ سانتي متره سره سمون خوري ) فاصله وي .

مګر د هغه خاتمه به خرابه وي کوم چې الله سبحانه وتعالی ته په ازل کې معلومه وه هغه به د (اهل النار ) عملونه تر سره کوي پس د هغه په وجه به دوزخ ته داخليږي.

او يا به د اهل النار عملونه کوي مګر خاتمه به يې ښه وي وروسته به د اهل جنت عملونه تر سره کړي او د هغه په وجه به جنت ته داخل شي .

دا د الله تعالی لطف او کرم دی چې د شر څخه د خير په لوري انقلابونه ډير زيات دي ، ډير کسان داسې وي چې په سر کې خراب کاره په آخر کې صالح وګرځي مګر ډير کم خلک داسې دي چې په سر کې ښه او په پای کې خراب شي .

ابن دقيق په شرح اربعون النوويه کي ليکي :

چې د اهل النار عملونه له اوله صحي نه وي د خلکو د ښوودنې لپاره يې تر سره کوي او وروسته د دليل په توګه دا حديث شريف نقلوي :«ان الرجل ليعمل بعمل أهل الجنة فيما يبدو للناس و هو من أهل النار ) ، پس د هغه عمل پخپل ذات کې صحيح نه وي بلکي د خلکو د ښووني او کوم بل دنيوي مقصد لپاره يې تر سره کوي .

(شرح اربعين النووي / ابن دقيق رحمه الله ص ۲۲ ) .

او ابن عثيمين په شرح اربعين النوويه کې ليکلي دي :

د «ذراغ» نه مطلب د هغه اجل دی او معنی يې دا نه ده چې د هغه او د هغه عمل په مرتبه کې نه پاتې کيږي مګر يو ذراع ځکه چې عمل خو يې غير صالح وي ، لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلي دي :

« ان الرجل ليعمل بعمل أهل الجنة فيها يبدو للناس و هو من أهل النار».

يعنې : يقيناً يو سړي د اهل جنت عمل کوي (زکات ورکوي ، خيراتونه کوي ، د قران حافظ وي ، جهاد کوي ) مګر دغه عمل د خلکو د ښودنې لپاره وي او هغه له اهل النار څخه دی .

دا ځينې خلکو ته مشکل بريښي چې څنګه يو کس د اهل جنت عمل تر سره کوي او د ده او د جنت تر مينځ يوازې يو ذراع پاتې کيږي او ورسته پر هغه باندې تقدير مخکې والی کوي او د اهل النار عمل تر سره کوي او د هغه په وجه دوزخ ته ځي .

نو دا خو په الله تعالی يو سوء ظن (بد ګمان) ده (الغياذ بالله ) .

پس په الله تعالی قسم دی چې چا د الله تعالی د پاره په صدق او اخلاص عمل کړی وي هيڅکله به ضايع نشي مګر دا چې د هغه په زړه کومه پټه بلا نه وي چې ظاهر کې صالح عمل کوي او په باطن کې يې زړه له بلې بلاء (رياء ، شرک ، نفاق او کفر ) ډک وي .

او اوس د هغه سړي قصه ذکر کوو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې په يوه غزوه له غزواتو څخه ګډون کړی وو ، او د هغه په هکله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي وو چې هغه د اهل النار څخه دی .

نو دا مسئله صحابه کرامو ته ډيره سخته په نظر ورغلله چې څنګه هغه يو شجاع مجاهد د جهاد په لاره شهيد او بلاخره اهل النار ؟

اصلي مسئله داسې وه چې هغه سړی په غزوه کې زخمې شوی وو او د بيا يې خپله توره په خيټه کې د ننه کړې وه او خپل ځان يې وژلی وو .

وروسته يو کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دغه خبر ورکړ چې فلانې سړي داسې کار وکړ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه د اهل النار څخه دی او بيا يې داسې وفرمايل : ان الرجل ليعمل بعمل أهل الجنة فيها يبدو للناس و هو من أهل النار.

يعنې : يو سړی ظاهراً د اهل جنت عمل د ريا او خلکو ته د ښودنې لپاره تر سره کوي چې دا سړی په اصل کې اهل النار وي .

او همدارنګه قصه د أصيرم چې د انصارو د بنی عبد أشهل له کبلې څخه وو ، چې اسلامي دعوت سخت مخالف وو ، خو کله چې خلک د غزوه احد طرف ته تلل نو دده په زړه کې الله تعالی د ايمان نور واچولو ايمان يې راوړ او غزا ته لاړو او لاخره په همدې عزا کې شهيد شو .

شرح الأربعين النووية / شيخ ابن عثيمين ص ۶۵ .

[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟