۳۵۶مه خبره/ پنځهٔ علمي فلتر
پۀ معاصره ټولنه کې خو د علم پنځهٔ فلتر لګېدلي لکه (بکلوریا، فوق بکلوریا، لیسانس، فوق لیسانس، مافوق لیسانس) خو زۀ ډېر داسې کسان پېژنم چې له دغو ټولو فلترونو وتلي مګر بیا هم نۀ دي اصلاح شوي؟ نۀ پوهېږم چې پۀ دوی کې ستونزه ده او کۀ یې پۀ فلترو کې؟!.\
۳۵۷مه خبره/ چې نۀ دې اوړۀ وي او نۀ هم پیسې!
کله دې کۀ پۀ کور کې داسې حالت جوړ شو چې اوړۀ دې هم نۀ لرل، پیسې هم نۀ وې درسره او چا پور هم نۀ درسره کولو نو فقط استرجاع (انالله و اناالیه راجعون) ووایه او پۀ ډېره مینه د اللهﷻ دروازه ور وټکوه او پۀ پوره اخلاص سره لومړی شکر وباسه او بیا مننه ترې وکړه خو کله یې چې ځان ته متوجه کړې او د خلوت فرصت یې درکړ نو له هغۀ وروسته دې مشکل ورته ووایه چې خلوت ختم شو بیا اووۀ ځله ووایه چې (حسبی الله لااله الاهو، علیه توکُلت، وهو رب العرش العظیم) او دا هره ورځ سهار او ماښام وایه خو زۀ اوس نۀ درته وایم! اما بیا بۀ یې پۀ خپله وګورې چې څۀ پېښیږي او څهٔ درسره کیږي.
۳۵۸مه خبره/ عاقل او سخته ورځ
زما دا خبره فقط پوهانو او متبحرو عالمانو ته وکړئ ځکه چې هرڅوک نهٔ پرې پوهیږي! کۀ تاسو دا فکر کوئ چې عاقل د سختې ورځې یار دی نو کلک اشتباه شوي یئ! ځکه چې عاقلان د نورو له پاره خپل ځانونه پۀ خطر کې نۀ اچوي نو دا کار د میَّنانو دی او عاقلان مینه نهٔ کوي.
۳۵۹مه خبره/ تشویق مؤثر دی کهٔ تهدید؟
پهٔ ټولو رسمي اداراتو کې تشویق او تهدید دواړه کاریږي؛ همداراز زور او زر، فشار او قووت، خوږه او ترخه، غوړېدلی او تریو تندی…خو قانون یې داسې دی چې کله یو کار ور نهٔ کړي نو بیا بهٔ هغه بل آزمویې! مګر زما پهٔ اند خو بیا له دغو ټولو څخه مینه زیاته مؤثره ده! ځکه چې مینه ناک عناصر، انسانان له داخل څخه یوهٔ کار ته مجبوروي او تیاروي یې، حال دا چې غضبي وسائل او حرکات یې له بیرون څخه مجبوروي چې دا بیا زیات تأثیر نهٔ لري او بله مهمه یې دا چې ټول سخت کارونه هم د مینې پهٔ مټو شوي دي او کیږي بهٔ، نهٔ د زور او زرو.
مینه عیناً لکه جاسوس داسې ده؛ د مقابل لوري پهٔ زړهٔ کې پټ داسې کار کوي چې هېڅوک هم نهٔ ورته متوجه کیږي! نو کهٔ غواړئ چې پر یو چا ژر خپل کار وکړئ، تابع یې کړئ او یا ځان پرې ومنئ نو مینه ورسره وکړئ؛ یانې زړهٔ یې خپل کړئ! ځکه چې زړهٔ پاچا دی او هېڅ اندام سرغړونه نهٔ شي ترې کولی او زړهٔ پهٔ مینه خپلیږي نهٔ پهٔ زور او زرو.
۳۶۰مه خبره/ له ټولو لنډه او جامعه دعا
(اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَلِأَحِبَّائِي وَلِأَحِبَّائِكَ) یا یې پۀ خپله ژبه او خپله لهجه و وایئ لکه پۀ پښتو کې چې موږ داسې وایو (یاالله! ماته، زما مینه والو او ستا مینه والو ته بښنه وکړه) آمین
اللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، وَسُبْحَانَ اللَّهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا.
کابل ښار (۱۴۰۴) هجري لمریز کال د حوت پنځهٔ ویشتمه – (۱۴۴۷) هجري قمري کال د رمضان المبارک اووهٔ یشتمه – (۲۰۱۶) میلادي کال د مارچ شپاړسمه.