امین وردګ
**************
قرآن کریم د بشریت کتاب
۱۸۶یمه خبره- دا چې قرآن کریم د ټول بشریت لپاره د نجات کتاب دی نو باید چې پهٔ هرو سلو کلونو کې یو ځل (پهٔ نوې بڼه) تفسیر هم شي تر څو پهٔ هره زمانه کې هر نسل خپل ځای، خپل ځان او خپل مسیر پکې وپېژني.
ستر دنیاوي عذاب
۱۸۷یمه خبره- ستر دنیاوي عذاب دا دی چې خپل فامیل درنه بېزار وي.
بختور پلار
۱۸۸ یمه خبره- بختور پلار هغه دی چې پۀ لیدو یې د اولادونو زړونه له خوشالۍ الوزي او پۀ بېلېدو یې له خفګان څخه څړیکې وهي.
بدعت
۱۸۹یمه خبره- هر نوي شي ته بدعت ویل کیږي خو بدعت بیا علماؤ پۀ دوو برخو وېشلی (بدعت الحسنه او بدعت السیئه) نو کۀ زۀ یو داسې بدعت وکړم چې یو ځل مخامخ او کاملاً سیده قبلې ته و درېږم، اما مخکې له دې چې هغې خواته لمونځ پیل کړم (°۱۸۰) درجې (یانې کاملاً شا ته) تاو شم (ګواکي پۀ افغانستان کې سیده د ختیځ لوري ته ودرېږم) نیت وکړم او لمونځ همغې خوا ته ختم کړم، نو زما دا عمل بدعت الحسنه شو کۀ بدعت السیئه؟ زما لمونځ وشو کۀ نه؟ پوهېږم چې پدې نکته یوازې پوهان پوهېدلی شي او نور کسان بۀ کېدای شي ډېرې خبرې پکې وکړي، خو پوهان بۀ ووایي چې هو، ستا لمونځ بلکل وشو! ځکه چې کعبې شریفې ته مخامخ ولاړ وې، خو یوازې پدې توپير چې هغې خوا ته (پهٔ افغانستان، ایران، پاکستان او… کې) قبله لیرې کیږي (چې ممکن ثواب یې کم شي) او دېخواته نږدې ده چې ممکن ثواب یې زیات وي، کنه نو قبله خو هماغه یوه کعبه شریفه ده! نهٔ پوهېږم چې پوه شوئ کهٔ نه؟ مطلب موږ له تکنالوژۍ څخه دومره شاته پاتې یو چې کعبه شریفه فقط او فقط همدغې یوې خواته پېژنو، حال دا چې ځمکه کروي شکله ده او کعبه شریفه یې پر پوست جوړه شوې، نو کۀ موږ کعبې ته مخامخ ور روان شو او پر ټوله کُره د ځمکې راوګرځو، بېرته خپلې مصلا ته راځو او کۀ ختیځ لوري ته حرکت ته ادامه ورکړو او بیا هم د ځمکې پر ټوله کُره راوګرځو نو بېرته د لوېدیځ له خوا خپلې مصلا ته راځو؛ عیناً لکه یوه کامله دائره چې اول یې آخر هم وي! نو اوس پوه شوئ چې زما لمونځ شوی دی.
له قبره پيغام
۱۹۰یمه خبره- خبر وم چې دلته بهٔ راځم خو غافل وم ځکه تش لاسونه راغلم؛ نو اې ژوندیو ملګرو! ستاسو راتګ هم دلته حتمي دی خو پام چې تش لاسونه را نهٔ شئ.