۳۶۰خبرې/ یوپنځوسمه برخه

امین وردګ

Flower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | Pngtree

د انسان علم او تجربه

۲۵۱مه خبره- هېڅکله هم د انسان تجربې ته پۀ ټیټه سترګه مه ګورئ! ځکه چې زیاتره علوم له تجربو څخه وتلي دي، نۀ تجربې له علومو څخه! له همدې امله خو انجنیر او مهندس دي چې د معمار شاګردي یې کړې، نهٔ معمار د هغوی.

دروغ او ریښتیا

۲۵۲مه خبره- پۀ هر ډول ریښتیا ویلو کې ټکی ثواب هم نشته او نۀ هر قسم دروغ ګناه ده! فرضاً کۀ یو چا ستاسو مخ ته پۀ بل کس پسې بدې ردې، سپکې او سپورې وکړې بیا هغه کس راغی او پدې هکله یې له تاسو وپوښتل نو څهٔ ورته وايئ؟ کۀ ریښتیا ورته ووایئ خو شر او جګړه حتمي دي او کۀ مو اغماض یا کتمان حسنه وکړ نو د دوی ترمنځ پېښېدونکی شر بۀ یوه اشتباه یا تش سوی تفاهم یاد شي؛ مطلب د دروغو او ریښتیاؤ د تفکیک پهٔ هکله خامخا تحقیق کوئ.

سیاست

۲۵۳مه خبره- پر نورو ځان منل، اثر او نفوذ ته سیاست وايي؛ یانې هغه کس چې پر نورو خپل ځان، خپل زور یا خپله خبره مني سیاستمدار دی، همداراز د ځان تابع یې ګرځول او یا لږترلږه خپل نظر پرې منلو ته هم سیاست ویل کیږي، مطلب ټول هغه کسان سیاسیون بللی شو چې پهٔ دغو برخو کې بارز رول لري.

د مېلمنو کوټه

۲۵۳مه خبره- کله دې چې قدرت او ثروت زیات شي نو متعلقین او دوستان دې هم زیاتیږي خو کۀ دې دا دواړه نۀ لرل بیا قرضداران درته راځي! مطلب د مېلمنو کوټه خامخا جوړه کړه.

خیرات او خیراتخوارهٔ

۲۵۴مه خبره- چې وریژې یې شخې، یخې، لاسوهلې او بېکاره بولي؛ غوښې یې تش هډوکي ګڼي، آشپز ته یې کنځلې کوي، چې د مسکینانو څرک نهٔ پکې ترسترګو کیږي او فقط خانان یا ملکان ورته راغوښتل شوي وي او یا حاکمان او خولور ملایان وي پکې دلته یې خلک خیرات بولي او چې خوري یې نو هغوی ته بیا خیراتخوارهٔ وايي؛ اوس زهٔ نهٔ پوهېږم چې دا نو د مېلمنو او کوربانو توهین دی، کهٔ یې تکریم؟ آیا پهٔ دغهٔ کار کې خیر دی کهٔ شر؟ دا اوس ګناه شوه کهٔ ثواب؟

د فکر او د کار خلک

۲۵۵مه خبره- د فکر خلک پرېږدئ چې فکر وکړي! پۀ هغوی کار مه کوئ چې خرابوي یې درته او مه د کار خلک پهٔ فکر کولو سره له کاره باسئ! خدای خبر چې پهٔ خبره مې پوه شوئ کهٔ نه؟

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.