امین وردګ
بې ځایه مصرف
۲۶۶ مه خبره- پیسې داسې مه مصرفوئ چې درۍ سوه پنځوس (۳۵۰) افغانۍ مو د نیمکې (۰.۵) ځای هم و نۀ نیسي! بلکې داسې یې مصرف کړئ چې درۍ زره (۳۰۰۰) افغانۍ مو له یوویشتو میلیونو (۲۱۰۰۰۰۰۰) سره برابرې وګڼل شي.
د مجاهد کور
۲۶۷ مه خبره- لاره یې نۀ درته ښیم خو پېریانو ته هم چندان نۀ وه مالومه؛ چې مازې ور دننه شوو نو هلته بل تونل ؤ، کۀ ملګري نۀ وای راښوولی ما نهٔ شو پیدا کولی! پۀ هغۀ تونل کې دننه له سلو زیاتې د راکټ او هاوان مرمۍ ایښې وې، پۀ یاد تونل کې بیا بل تونل هم ؤ چې هلته پۀ بوجیو بوجیو پوتاشیم، فریم کاټ، نور ډول ډول باروت، ښورې او بورې پراتۀ وو، دېخوا ته یو وړوکی (خو تیارۀ) حمام ؤ چې دغۀ حمام ته مخامخ درۍ کسیز جومات ؤ چې محراب یې هم لرلو، د زړهٔ راښکونکي جومات پر دېوالونو پوره پنځۀ میله وسله راوېزانده وه نو دا شیان مې چې وکتل حیران شوم! دی راته وایي چې امین صاحب! ولې داسې تعجب غوندې شوې؟ ما یې پهٔ ځواب کې وویل چې تر اوسه مې داسې فکر کولو چې ګني ستا پۀ کور کې بۀ ټولټال د شلو زرو افغانیو سامان هم نۀ وي خو اوس چې ګورم تۀ ممکن له ټولو زیات ثروتنمد هم یې؟ دۀ وویل چې د ژوند کولو پۀ کور کې مې ریښتیا هم څۀ نشته! حتی د خوراک شی هم چندان نۀ پکې پیدا کیږي خو دلته بیا الحمدلله هرڅۀ ښۀ ډېر دي او باید ډېر وي ځکه چې دا د مجاهد کور دی او د مجاهد کور همداسې مالامال خوند کوي.
د علم برکت
۲۶۸مه خبره- دۀ غریب بلکل خپل پلار نۀ ؤ لیدلی او له مور څخه هم پهٔ ماشومتوب کې یتیم پاتې شوی ؤ! یوه ورځ چې پۀ غرۀ کې (د تربرو مالونه څروي) لوېدلی او پوره شپږ ځایه یې چپ لاس مات شوی بیا پسې فلج شوی هم دی ځکه چې غمخور یې نۀ ؤ ترڅو یې ډاکټر یاشکسته بند ته وروستلی وای! چیچک مرض یې د مبارک مخ پوست هم خال خال او ژور ژور کړی ؤ! نو د والدینو بېلتون او د تربرونو جفا له کوره تېښتې ته اړ کړی دی چې بیا کومې دیني مدرسې ته تللی خو خدای ناترسو او بې رحمو تربرونو پیدا کړی او بېرته یې پهٔ زور راوستلی دی ترڅو هاغه خپل مالونه پرې وپيایي مګر دویم ځل بیا داسې تللی چې پوره آتۀ کاله خپل کلي ته لا نۀ دی راغلی کور خو یې هسې هم ړنګ ؤ! خیر خو طالب ؤ، فارغ شو، لوی عالم او تکړه مدرس ترې جوړ شو، شاعر شو او ادیب شو، پۀ نحو او تفاسیرو کې یې نوم و ایست چې پۀ سلګونو شاګردان یې پياوړي عالمان او وتلي مدرسین شول، الله دومره ښۀ ورسره وکړل چې هم یې فوق العاده عزت ورکړ، هم کور، هم ښځه او هم ښهٔ ډېر اولادونه نو دا د علم برکت دی.
اې زما له تورو خاورو لاندې پلار جانه او اې زما ګران او مهربان استاذه! د الله تعالی سپتیلیون رحمتونه دې درباندې وي، رب خو دې داسې و نازوه چې څرنګه یې تهٔ غواړې.(مولوي سردار احوج نورالله مرقده و رحمة الله علیه)
د نورو پر بوټونو ختل
۲۶۹مه خبره- د نورو پر بوټونو ختل فقط جرم او ګناه نۀ دي، تنها خیانت او ظلم هم نشو ورته ویلی، یوازې کمعقلي او ناپوهي هم نۀ ده، فقط عدم تربیت فامیلي یې هم مه بولئ! بلکې نورو ته ښیي چې کړی لمونځ یې نۀ دی قبول شوی ځکه چې د نورو پر بوټونو ختل پۀ منکراتو کې راځي او لمونځ یې منع کوونکی دی نو اې بې باکه او بې پروا انسانه! تۀ چې همدا اوس له جومات څخه را ووتې او زما پر بوټونو خېژې نو خبر شه چې زهٔ سخت پرې خفه کېږم او اې! لمونځ دې خود نۀ دی قبول شوی، کهٔ تهٔ څهٔ وایې؟
۲۷۰یمه خبره- هر هغه شی چې جز ستا د وجود نۀ وي، هغه ستا دي هم نه، بلکې وجود دې هم خپل نهٔ دی! بلکې دا د خاورو له خوا درکړل شوی امانت دی چې بېرته بۀ یې ورته سپارې! اوس خو پوه شوې چې تهٔ سخت غریب یې؟