۳۶۰خبرې/ پنځوسمه برخه

پهٔ تیارهٔ کې ژوند

۲۴۶مه خبره- پۀ تیارۀ کې ژوند ځکه سخت دی چې شغال هم سړي ته لېوۀ ښکاري.

سختۍ او آسانۍ

۲۴۷مه خبره- کۀ سختۍ د آسانیو نښانې نۀ وای نو له اصیلو ګلو سره اغزیو څۀ کول؟!

د ټيټو شاخونو سخا

۲۴۸مه خبره- د لوړو شاخونو پۀ نسبت ټیټ شاخونه ډېر سخیان وي.

د ماشومانو پوښتنې بې ځوابه مه پرېږدئ

۲۴۹مه خبره- هېڅکله هم له ماشومانو څخه دومره پېچلې پوښتنې مه کوئ چې ځواب یې پهٔ مینې سره نهٔ شي درکولی! خو کۀ هغوی هرڅومره پېچلې پوښتنه درنه وکړه هم تهدیدوئ یې مه! بلکې ځواب یې پۀ ورین تندي او پۀ ډېره مهربانه لهجې سره ورکړئ، کۀ څهٔ هم چې مغلق او ډېر پېچلی بهٔ وي ترڅو یې مغز همغسې وده وکړي چې زړهٔ يې غواړي؛ مطلب د ماشومانو زړونه مو مه ماتوئ چې بیا یې فکر انکشاف نهٔ کوي.

تمه

۲۵۰مه خبره- کۀ غواړئ چې د خدای له آزمون څخه ځانونه وساتئ نو هېڅکله هم پرته له هغۀ (جل جلاله) څخه بل چا ته تمه مه کوئ کنه تاسو هم داسې ارۀ کولی شي لکه حضرت زکریا (علیه السلام) یې چې پۀ ونه کې ژوندی ارۀ کړ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.