۳۶۰خبرې/ نههٔ څلوېښتمه برخه

امین وردګ

Flower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | Pngtree

ایمان او طبیعت

۲۴۱مه خبره- طبیعت د احساساتو پلار دی او دوی یې جواسیس دي؛ احساسات د هر هغه څۀ پۀ اړه طبیعت ته خبر ورکوي چې ترې غواړي یې، دا چې طبیعت کله مستیږي او هر هرڅۀ غواړي نو د احساساتو زور نۀ پرې رسیږي چې مهار یې کړي، بلکې یوازې تذکر ورته کوي خو پۀ هر ډول حالاتو کې فقط تذکر کافي نۀ وي ځکه خو یې مهارولی نهٔ شي؛ له همدې امله د طبیعت خالق د ایمان پۀ نوم یو چوکاټ ورته جوړ کړی چې باید د انسان طبیعت ځان پکې عیار کړي، مطلب طبیعت مهار کړئ کنه نو بربادوي او تباه کوي مو.

تکنالوژي او د انسان مغز

۲۴۲مه خبره- تکنالوژي چې هرڅومره مخته ځي او د هر چا پۀ واسطه ځي تۀ خوشاله اوسه! ځکه چې کۀ انسان هر څومره لوی کارونه وکړي هم کومه نویې خبره نۀ ده چې تا پۀ شک کې واچوي، بلکې دغۀ خارق العاده پرمختګونه د همغۀ وړوکي مغز پیداوار دی چې خالق العالم د انسان پۀ سر کې زرګونه کلونه وړاندې ایښی چې هغه مهال څرک د تکنالوژۍ لا نهٔ ؤ! نو خلاصه دا شوه چې انسان هر څومره مخکې لاړ شي ښۀ دی، تر څو مخلوق ته د خالق عظمت، زور او قوت لا ښهٔ معلوم شي.

بدترۍ او بهترۍ

۲۴۳مه خبره- شاید خلکو بهترۍ داسې پټې کړې وي لکه تا چې بدترۍ پټې کړې! نهٔ پوهېږم چې پوه شوې کهٔ نه؟

عقیدې او حوصلې

۲۴۴مه خبره- کوم کارونه چې عقیده، مینه او حوصله کوي، هغه نۀ تخنیک کولی شي او نۀ هم تکنالوژي ځکه خو ناټو پۀ افغانستان کې وروسته له شل کاله جګړې څخه فقط د افغان مبارزینو عقیدو او حوصلو ماته کړه، نۀ یې جنګونو او وسلو.

د زمري خوی

۲۴۵مه خبره- هغه چې تل یوازې ګرځي له دریو حالتو خالي نۀ دی؛ یا میّن دی یا رواني ناروغ او یا هم شجاع دی چې د زمری خوی لري ځکه خو تل یوازې ګرځي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.