۳۶۰خبرې/ دریڅلوېښتمه برخه

امین وردگ

*****************

 

موفق مامور

۲۱۱ مه خبره- کهٔ هرڅوک غواړي چې پهٔ حکومتي چوکاټ کې ښهٔ و ځلیږي نو هغه دې خامخا پهٔ ځان کې دا لاندې څلورشیان پیدا کړي:

الف- صداقت.

ب- اطاعت.

ج- خلاقیت.

د- د ښهٔ مدیریت وړتیا.

 

د رویبار قسمت

۲۱۲ مه خبره- د رویبار غریب قمست همدا دی چې مخکې له وادۀ دوست وي او بیا ابدي دښمن شي؛ ځکه خو د هر جنجال پهٔ وخت کې سړي کنځلې ورته کوي او ښځې ښېراوې.

 

لوړهدف ټاکل بریا ده

۲۱۳ مه خبره- مشر زوی (حافظ امین الله امین) ته مې وویل چې غټ شوې له خیره غواړې څوک شې؟ دۀ وویل چې امیر المؤمنین! ماویل ښۀ نو کۀ امیرالمؤمنین نشوې بیا؟ دۀ وویل چې د افغانستان امیر خو بهٔ شم، ماویل کۀ هغه هم نشوې؟ دۀ وویل وزیر، ما ویل چې کۀ وزیر هم نشوې؟ دۀ وخندل او بیا یې راته وویل چې سفیر خو باید شم! پوه شوم چې سفارت یې سره کرښه ده او نور نهٔ راټیټيږي! خو ما بیا ترې وپوښتل چې کۀ سفیر هم نشوې؟ دی موسکی غوندې شو او ویې ویل چې بیا نو زما درسونه ماته هېڅ پۀ درد نهٔ خوري! همدغۀ ته هدف وایي او هدف ټول وخت باید همداسې لوړ وټاکل شي، ځکه چې یوازې د لوړو اهدافو ټاکونکي خلک موفق دي؛ ګواکي هغوی چې اهداف ټيټ ټاکي هېڅکله هم لوی خلک نشي کېدلی! نو تاسو هم خپلو ځانو ته اهداف لوړ ټاکئ او هم مو اولادونه د لوړو اهدافو ټاکلو ته و هڅوئ.

 

د خبرو ځای وپېژنه

۲۱۴مه خبره- چېرې کهٔ ستا خبرې اثر نهٔ کوي او یا څوک غوږ نهٔ ورته نیسي ځای یې نهٔ وي! مطلب کله چې خبرې کوئ نو لومړی یې ځای ته ګورئ؛ کهٔ يې ځای نهٔ ؤ مناسب هلته چوپ ناستی له خبرو کولو ډېر ښهٔ دی.

 

د سکوت ګذار

۲۱۵ مه خبره– کله سکوت له فزیکي وار او ګذار څخه هم زیات اثر کوي! ځکه خو ځینو جاهلانو او متجاهلانو ته سکوت کوئ تر څو پوه شي چې تاسو ته هېڅ ارزښت هم نۀ لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.