امین وردګ
چل او دوکه
۲۶۱مه خبره- تجربه یې کړه! کله چې مړی وشو او د پیسو ګرځولو لپاره یې دورۀ جوړه کړه نو تۀ هم پکې کېنه (هېڅوک دا پوښتنه نۀ درنه کوي چې تۀ غني یې کهٔ مسکین!) خو کله چې هغۀ لوی ملا صاحب (کوم چې د مړي کټ ته تکیه وهلې ده) و دغۀ کمکي ملا یا طالب ته پیسې پۀ دسمال کې کېښودې (چې پر خلکو یې ګرځوي) نو ورته ځیر شه! چې ناستو خلکو ته یې ورکولې او بېرته یې ترې اخیستې، پهٔ همدغهٔ وخت کې دې ځان ښه ورته تیار کړه، کله دې چې نوبت را ورسېد نو کمکی ملا صاحب شونډې ښوروي او له ځان سره څۀ وایي چې تۀ یې نۀ اورې خو هغه داسې درته وایي (دا مبلغ پۀ طریقه د اسقاط مذکورې سره! ما تاته بښلی، آیا تا قبول کړی؟) تا خو دا اورېدلي چې ورته وایي بهٔ (هو ما قبول کړی او بېرته مې تاته بښلی) دغه کس وکیل د دغۀ مال دی! نو پیسې یې چې کله تاته و بښلې او تا قبولې کړې، فقط مننه ترې وکړه او بېرته یې مه ورکوه ځکه چې دا عقد شو او مال نور ستا دی؛ څهٔ ټوکې خو نهٔ دي او نهٔ دروغ درته وايي! بس مطمئن اوسه چې پيسې شرعاً هم ستا شوې او بلکل درته روا دي ځکه چې عقد وشو مګر هو! بیا وګوره چې د مړي وارثان او ناست ځینې ملاصاحبان څۀ مېله درباندې جوړوي! ځکه خو زۀ وایم چې دوی هم له مخلوق سره چل کوي او هم یې له خالق سره.
له ټولو بد خاوند
۲۶۲مه خبره- څوک چې د ژوند له ملګرې سره ظلم کوي، هغه چې پلارګنۍ یې تل د هغې ترمخ پۀ ډېرو سپکو الفاظو یادوي، هغه چې د ورکړل شوي مهر پیسې بېرته له خپلې مېرمنې غواړي، هغه چې د ژوند مصارف یې پوره نۀ ورکوي، هغه چې د اولاد درملنه یې سمه نهٔ کوي، هغه چې تل یې پۀ درنو ظالمانه څاپېړو او لغتو وهي، له وېښتانو یې نیسي، د خپل اولاد مخې ته یې سرتوروي، بې عزته کوي یې او کشکوي یې، مطلب هغه مظلومه بي بي درته یادوم چې نۀ یې ښځه بولي او نۀ طلاق ورکوي، چې پرته له خدایه یې څوک غږ هم نۀ آوري! دغه وحشي صفته انسان له ټولو بد خاوند دی او خدای بهٔ یې هم پهٔ دنیا کې ذلیل کړي او هم پهٔ آخرت کې.
له ټولو بده ښځه
۲۶۳مه خبره- هغه چې له خاوند سره خیانت کوي؛ امانت یې نۀ ساتي، وعده خلافي ورسره کوي، د هغۀ پر حیثیت، اولاد او مال پام نۀ کوي، مخامخ یې صفت کوي او پۀ غیاب کې یې سپکه وایي، د هغۀ غوښتنې ته لبیک نۀ وایي او… مطلب د هغۀ د خوشالولو کوښښ نۀ کوي بلکې عمداً غواړي چې خفه یې کړي هغه هم پهٔ ناحقه نو دا له ټولو بده ښځه ده.
خبره پۀ تاکې ده کۀ پۀ دوی کې؟
۲۶۴مه خبره- کله دې کۀ پۀ کور یا کلي کې له هېچا سره زړۀ نۀ غوښتل نو ځان ته دې خامخا متوجه شه او ژور فکر وکړه! ګوره! یو بۀ ملامت وي، دوه بۀ ملامت وي، درۍ بۀ ملامت وي…نو ټول خلک یوې خوا او تۀ یوازې بله خوا! دا څرنګه ممکنه ده!؟ بیا هم له ځان سره فکر وکړه! شاید تۀ ملامت یې او ځان ته دې پام نۀ وي او یا ممکن قیامت نږدې شوی وي چې پهٔ ټول کلي کې یوازې تهٔ ښهٔ سړی پاتې یې او دا نور ټول د ممیزو خلکي دي.
ختمونه
۲۶۵مه خبره- له مېلمستیا څخه دوې یا درۍ ورځې مخکې کارتونه پهٔ ښکلي شکل چاپ کړي، بېګاته نږدې خپل خپلوان، د کلي میرزا قلمان او ځینې هغه کسان راټول کړي چې زړهٔ یې ورسره غواړي بیا نو د کارتونو پهٔ لیکلو پيل وکړي، له ټولو مخکې د ولسوالۍ قومندان بیا ولسوال، د محکمې قاضي، جنايي آمر، د استخباراتو مدیر او داخلي امنیت والا ټول را وغواړي، ورپسې د شاوخوا کلیو لوړرتبه حکومتي کسان راغواړي، خانان او ملکان راغواړي بیا هغه کسان چې خبره یې خلک اوري او پر ممبر یې کولی شي هم را وغواړي، له هغهٔ وروسته هغه خپلوان را غواړي چې لږ غوړ غوندې وي او څهٔ زار تیر ترې ترلاسه کولی شي نو چې کارتونه ولیکل شي هغه بیا د کلي خدمتګار ته ورکوي چې مخامخ خلیفه او پسیشا یې ډم بولي، دا هم ځکه چې پر هغوی د ډم نوم ډېر بد تاثیر کوي، له همدې امله يې اوس بله هم زده کړې او هغه دا چې وايي (موږ ته ځکه سلمانان ویل کیږي چې د سلمان فارس اولاده یو؛ ماویل اوس نو ښه شوه!) خیر خو چې کارتونه ورکړي نو بیا ورته ووایي چې هغه د جومات ملا دې هېر نهٔ شي! او ګوره چې د کلي خلک باید له کوره فقط یو یو کس را وغواړې ،ښځې او ماشومان یا ایضافه کسان دې نهٔ راځي او…خیر خو سبا وریژې بار او پخې شي، د جومات پهٔ لاسپېکر کې غږ وکړي چې راځئ جومات ته ختم کیږي، هلته د جومات امام شاوخوا وګوري او بیا ووايي چې ۳۰ کسان پوره کړئ تر څو پوره قرآن کریم ختم شي؛ حال دا چې وایي صرف د قرآن کریم د سر یکي یوه سپاره! نو یې قرآن کریم مخې ته هغه د معاملې څښتن کېږدي؛ شیرینۍ، مالګه او اوبهٔ هم ورته راوړي او د قرآن کریم مخې ته یې کېږدي، ملاصاحب پهٔ تلاوت پيل وکړي، بس خو لومړۍ سپاره ختمه شي! هر رقم یې چې ولوستله! څوک د دې خبرې جرئت نهٔ لري چې ورته ووایي: ملاصاحب! قرآن کریم باید داسې یا هاغسې ولوستل شي او تهٔ یې څرنګه لولې؟! خیر خو ختم وشي او خلکو ته همالته پهٔ جومات کې ډوډۍ ورکړل شي نو بیا چې هر یو راوزي، یا بهٔ له وریژو شکایت کوي یا له ممیزو او خلالو یا هم له غوښې او وچې ډوډۍ څخه او ځینې بیا پر آشپز لفظي ګذارونه کوي؛ مطلب پر ځای د دې چې د ختم څښتن ته دعا وکړي، بدې ردې پسې وايي! نو دا زموږ محلي ختمونه دي! اوس تاسو ووايئ؛ آيا داسې ختمونه بهٔ ثواب ولري کهٔ ګناه؟ آیا الله پاک بهٔ یې قبول کړي کهٔ رد؟