۳۶۰خبرې/ آتهٔ پنځوسمه برخه

امین وردګ

««««««««««««««««

۲۸۶یمه برخه/ دا سړی هم د وخت زوی یادیږي
د وخت زوی یوازې هغه نۀ دي چې له محیط او ماحول سره ځان عیاروي، بلکې د وخت زوی دا هم دی چې سلامت یوه سترګه بولي او ملامت بله.

۲۸۷یمه خبره/ له داسې ګاونډي سره حد ټاکه
هغه چې ستا عزت خپل عزت نۀ ګڼي یا خپل عزت اهمیت نۀ ورته لري، د بل هر چا پهٔ تناسب له دهٔ څخه زیات آزورده او خفه وې نو دا بد ګاونډی دی! کهٔ امکان لري ترې کډه شه او کهٔ نهٔ وي نو حدود خامخا ورسره وټاکه.

۲۸۸یمه خبره/ مکتب یوازې د کتابت ځای نهٔ دی
مکتب یوازې ځای د کتابت ته نۀ ویل کیږي، بلکې دا هغه هدفي مرکز دی چې زده کوونکي پۀ کتبي توګه قتال او مبارزه پکې زده کوي، خو افسوس چې کفري نړۍ پرې پوه ده او موږ نه.

۲۸۹یمه خبره/ مدرسهٔ ولې مؤنثه ده؟
مدرسه خو ځکه مؤنثه ده چې طالبانو ته د مور حیثیت لري او همداسې پکې خوشاله وي لکه د مور پهٔ غېږه کې.

۲۹۰یمه خبره/ پلار د اولاد سرپوښ یادیږي
د اولاد لپاره دېګ خو د هغوی مور ده، مګر سرپوښ یې بیا پلار یادیږي! ځکه خو چې یو شی پۀ دېګ کې پاخۀ نهٔ شي، نو پخیږي هم نه او کۀ سرپوښ و نۀ لري بیا دریږي نه؛ یانې سوزیږي، هرشی ورسره ګډیږي او پخیږي، هم الوزي او هم کمیږي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.