له لسګونه کلونو راهیسې نړۍ په دې تعقیب کې ده چې دِ کائناتو ناڅرګند رازونه ښکاره کړي، دِ دې لپاره دوی تر نورو سیارو درومي.
مریخ له هغه سیارو څخه ده چې جوړښت یې ځمکې ته ډېر ورته دی او سیانسپوهان داسې فکر کوي چې په مریخ کې ژوند ممکن دی.
تر مریخه ساینسپوهانو ډېر روباټیک ماموریتونه کړي دي او هلته دِ اوبو، اُکسجن او نورو څېړنو طلب یې کړی دی.
له دې ماموریتونو وروسته دوی دِ یو لوی ماموریت په جوړولو له تېرې یوې نیمې لسیزې بوخت دي، دِ دې ماموریت لپاره دوی دِ داسې فضایي بېړۍ په جوړولو بوخت دي چې بېرته تر ځمکې بغیر له کوم خطره راشي او هر ډول اسانتیاوې ولري
دِ دغه فضایي بېړۍ د جوړولو چارې شاید تر 2024م کال پورې بشپړ شي او یا ممکن تر 2027 حتا تر 2030 کال پورې هم وغځیږي.
الیسا کارسن دِ دې سفر لپاره ملا تړلي ده، هغه ښه روزل شوي او تکړه انجلۍ ده. خپل ژوند یې دِ دې ماموریت لپاره وقف کړی دی.
له کالونو راهیسې یې دِ دې سفر او په فضآ کې دِ څېړنو کولو په اړه یې مختلفې زده کړي دي.
کچېرې الیسا کارسن تر مریخ ورسیږي، نو تر ټولو دِ مخه به هغه دِ مریخ پر سطخه دِ اوبو او اُکسجن دِ شتون او نه شتون په اړه څېړنې کوي.
هغه به دِ مریخ پر سطخه دا په ډاګه کوي چې ایا یو وخت دلته کومو ژوندیو موجوداتو کله هم ژوند کړی دی؟
الیسا به دِ مریخ په سطخه دِ سختو توپانومو په اړه هم د پام وړ څېړنې کوي او دِ مریخ اقلیم به هم مطالعه کوي!
کچېرې هغې دا په ډاګه کړه چې دِ مریخ په داخل کې دِ ننه اوبه شتون لري، نو دِ دې لپاره به ناسا سلګونه تحریبوونکي لوی بمونه جوړوي او دِ مریخ په سطخه به یې غورځوي تر څو اوبه یې له داخل څخه سطخې ته راووځي.
او برعکس؛ کچېرې کارسن دِ مریخ پر سطخه دِ اوبو دِ شتون نښې پیدا کړې، نو تر دې ماموریت وروسته به یو بل لوی
(په مریخ کې د ښار جوړولو ماموریت) ماموریت ډیزاین شي
【د مریخ پر سطخه دِ ښار یا کِپسولونو جوړول】:
دِ دغه ماموریت لپاره به هم یوه ځانګړي فضایي بېړۍ جوړیږي چې تر مریخه سلګونه روباټونه انتقال کړي.
نوموړي روباټونه به په مریخ کې دِ یو نسبتاً لوی ښار په جوړولو پیل وکړي؛ دغه ښار (کپسولونه)به دِ ژوند کولو لپاره هر ډول اسانتیا ولري لکه؛ دِ نباتاتو وده، له لمریزې انرژي څخه دِ اوبو جوړولو حوضونه، دِ څېړنو کولو لپاره عصري لېبونه…او داسې نورې زیاتې اسانتیاوې.
دا ټولې اسانتیاوې به دِ مریخ پر سطخه دِ دریم لوی ماموریت لپاره وي؛ یعنې دا ښار دِ لسګونه هغه ساینسپوهانو او فضآنوردانو لپاره جوړیږي چې تر الیسا کارسن وروسته مریخ ته پورته کیږي.
دِ دې ښار دِ جوړولو برنامه به ناسا جوړوي، خو مالي چارې به یې اېلن ماسک پر مخ وړي، نو ځکه دا ماموریت شاید سپېس اېکس تر سره کړي.
که دِ الیسا کارسن ماموریت کامیاب شو، نو شاید تر 2050م کال پورې دا ښار هم تکمیل شي او په بریالیتوب سره تر الیسا وروسته دویم انساني ماموریت هم تر سره شي.
او که دِ الیسا کارسن ماموریت ناکام شو؛ نو شاید تر 2060م کال او یا تر دې زیات هم دِ دې ښار جوړول تمدید شي.
په ښار( کِپسولونو) کې دِ ساینسپوهانو فعالیت:
کله چې دِ دې ښار ماموریت بشپړ شو، نو لسګونه او سلګونه ساینسپوهانو به پکې په کار پیل وکړي، دوی به دِ ځانګړي او چټکو فضایي موټرونو په وسیله دِ مریخ هر برخې ته سفر کوي، څېړنې به کوي او دِ دوی تماس به په مستقیم ډول دِ ځمکې سره وي.
دِ دې لړۍ په جریان کې به مریخ ته له ځمکې څخه دِ فضايي توغندیو(فضایي بېړیو) ماموریتونه په بې ساري ډول ډېر شي.
دغه فضایي بېړۍ به دِ نورو ساینسپوهانو او دِ اړتیا وړ موادو په وروړلو بوختې وي.
دِ یادونې وړ ده چې دا ټول ماموریتونه یوازې دِ الیسا کارسن دِ ماموریت کامیابۍ ته په بې صبرۍ په تمه دي چې دا به د نړۍ په تاریخ کې یو لوی او ځانګړی انقلاب وي.