ټولې نړۍ کې همیشه په دې بحث روان وي چې چای او کافي څومره گټور دي او روغتیا لپاره کوم کوم زیان لري خو څیړنو د کافي ډیرې روغتیایي گټې ثابتې کړي او د څیړونکو په وینا په ورځ کې یو یا دوه گیلاسه کافي څښل نه یوازې انسان تازه بلکې فعاله هم ساتي.
دلته مو د کافي له ځینو گټو سره چې ساینس ثابت کړي اشنا کوو:
۱- بدن څخه فاسد مواد پاکوي: کافي کې داسې روغتیايي مواد موجود دي چې د انسان په بدن کې د تکسید عملیه چټکوي چې په مرسته يې د انسان بدن څخه فاسد او ناپاک مواد پاکوي او انسان خپل ځان فعاله احساسوي.
۲- ځیگر لپاره گټوره ده: ډیر لږ خلک په دې خبر نه وي چې کافي د ډیرو ناروغیو لپاره هم گټور دی. له دې ناروغیو څخه یو هم ځیگر ناروغي ده. د ورځې دوه گیلاسه کافي د انسان ځیگر ته قوت ورکوي او فعالیت يي غوره کوي.
۳- ذهني فشار کموي: روغتیايي څیړونکو په وینا کوم خلک چې ډیر کار کوي او یا هم د کورنۍ مشکلات له امله په ذهني فشار اخته وي نو باید کافي وڅښي ځکه چې کافي د ذهني فشار په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
ځیني روغتیايي کارپوهانو په وینا د کافي خوشبويي هم ذهني فشار کموي.
۴- سرطان خطر کموي: کافي له دوامداره استعمال سره د سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ خطر کمیږي. کافي له استعمال سره د هر ډول سرطان خطر کمیږي.
۵- شکر او لړزه ناروغۍ ته مفیده ده: هره ورځ یو گیلاس کافي د شکر او لړزیدلو ناروغۍ ته ډیر گټور دی. کافي انسان بدن ته قوت ورکوي چې په مرسته يې انسان په خپل بدن کنټرول حاصلولی شي.
د ورځې یو گیلاس کافي به مو روغ او فعاله وساتي نو همدې لپاره د کافي له خوند او روغتیايي گټو څخه خوند واخلئ.