که د چا په کوېټه کې کور وي کندهار ته راشي مسافرانه لمونځ به کوي ؟

السلام علیکم محترمو که چیرې یوسړی په کوېټه کی یې کور وي او راشي کندهار ته په کندهار کی خپل جایداد وی نو دلته به دی لمونځ سنګه کوی مسافرانه اوکه پوره

عبدالکبير افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په کندهار کې به مسافرانه لمونځ کوې ځکه ستاسې اصلي وطن (کندهار ) په نوي اقامت ځای (کوېټې ) سره باطل شوی دی ځکه هلته مو کور بال او بچ دی .

اصلي وطن کله باطل ګرځي :

اصلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي : فی عالمګيري : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما (ص ۱۵۱ ) .

جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو ( کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۶۶ ) .

يعنې کله چې سړي له اصلي وطن څخه مثلاً يو ولايت څخه پايخت ته سره له بال بچ کډه وکړي هغه د ولايت وطن يې باطل اوس اصلي اقامت ځای پايتخت بلل کيږي کچېرې د پنځلسو ورځو څخه کم خپل ولايت ته د خپلو د زيات لپاره ځي هلته به مسافرانه لمونځ کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.