که د زړه ستونزه لرئ، دا شیان محدود یا پرېږدئ

١- مالګه (په ځانګړي ډول ډېره مالګه)
زیاته مالګه په بدن کې اوبه ساتي، وینه ډېروي، او په رګونو فشار لوړوي. دا کار د لوړ فشار، زړه غټوالي، او د زړه حملې خطر زیاتوي.
هڅه وکړئ چې په ورځ کې له ۵ ګرامه څخه زیات مالګه ونه کاروئ، او له مالګینو خوړو لکه اچار، چپس، او فاسټ فوډ څخه ځان وساتئ.

٢- ډېر غوړ او چرب خواړه
چرب او غوړ خواړه (لکه سره غوښه، ژر پخه شوي خواړه، فاسټ فوډ) په وینه کې د بد کولېسټرول (LDL) اندازه زیاتوي. دا کولېسټرول د رګونو دننه رسوب کوي، رګونه تنګوي او د زړه حملې او سکتې خطر لوړوي.

ولې مالګه او غوړ خطرناک دي؟
زیاته مالګه او غوړ د وینې فشار لوړوي،رګونه سخت او تنګوي،د زړه عضله کمزورې کوي او د زړه حملې، سکتې او د زړه ناکامۍ خطر زیاتوي

د زړه لپاره غوره خواړه :تازه سبزیجات او مېوې
کب (په ځانګړي ډول سمندري کب)،زیتون تېل او نور نباتي تېل کم چرب شیدې او لبنیات،توره ډوډۍ او بشپړ غلې دانې
نوټ:د زړه ناروغي یوازې په درملو نه کنټرولېږي، اصلي درملنه ژوند طرز بدلول دي، که مالګه، غوړ، سګرټ، او فاسټ فوډ پرېنږدې، نو قوي درمل هم بشپړ اغېز نه کوي.

دعوت نیوز،کام

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.