ښځه د ټولنې د جوړښت بنسټ دی

ښځه د انساني ټولنې هغه بنيادي ستنه ده چې پر هغې د ژوند ډېر اړخونه ولاړ دي. که مونږ د يوې سالمې، پرمختللې او بااخلاقه ټولنې تصور وکړو، نو بې له شکه به د هغې تر شا د يوې پوهې، بااحساسه او باارادې ښځې موجوديت وي. ښځه يوازې د کور د چارو سمبالوونکې نه ده، بلکې د نسلونو روزونکې، د ارزښتونو ساتونکې او د ټولنيز پرمختګ يوه مهمه لارښوونکې ده.

په حقيقت کې کور د ماشوم لومړنی ښوونځی دی او مور د هغه لومړنۍ ښوونکې وي. ماشوم هغه څه زده کوي چې ويني، اوري او احساسوي. د مور اخلاق، خبرې، چلند او فکرونه د ماشوم پر ذهن ژور اثر کوي. که ښځه د علم او پوهې له رڼا څخه برخمنه وي، نو کولی شي چې خپل اولاد ته د ژوند سم لوری وښيي، هغوی ته د حق او باطل ترمنځ توپير ور زده کړي او د هغوی په شخصيت کې د انسانيت، زغم، صداقت او مسؤليت احساس وروزي.

برعکس که ښځه چې له تعليم او پوهاوي څخه بې برخې پاتې شي، نو دا تشه يوازې د هغې په ژوند پورې نه محدوده کېږي، بلکې د راتلونکو نسلونو پر برخليک هم اغېز کوي. ناپوهي د غلطو دودونو، ناسمو پرېکړو او ټولنيزو ستونزو سبب ګرځي. همدا لامل دی چې پرمختللې ټولنې تل د ښځو تعليم ته لومړيتوب ورکوي، ځکه هغوی پوهېږي چې د يوې باعلمې ښځې روزنه د يوې سالمې ټولنې جوړول دي.

ښځه يوازې د کور دننه رول نه لري، بلکې د ټولنې په هر ډګر کې خپله اغېزناکه ونډه ادا کولی شي. که هغې ته مناسب فرصتونه برابر شي، نو کولای شي په تعليم، طب، سياست، اقتصاد او نورو برخو کې د پام وړ بدلونونه راولي. خو دا هر څه هغه وخت شوني دي چې ښځې ته د عزت، باور او زده کړې حق ورکړل شي.

مونږ بايد دا ومنو چې د ټولنې پرمختګ د ښځو له پرمختګ سره تړلی دی. که مونږ غواړو چې يو باعزته، پرمختللی او سوکاله ټولنه ولرو، نو اړينه ده چې ښځو ته د تعليم، ازاد فکر او پرمختګ لارې هوارې کړو. ځکه ښځه يوازې يو فرد نه دی، بلکې د يوې ټولنې جوړوونکې ده. لکه چې ويل کېږي، يوه باعلمه ښځه، يو روښانه راتلونکی زېږوي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.