ښه خلک څوک دي؟ او بد خلک څوک دي؟‎‎

امین وردګ

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

زموږ یوه له سترو ستونزو څخه دا ده چې په ټولنه کې د ښو او بدو خلکو تر منځ سم توپیر نشو کولای.

موږ کله دومره غلط قضاوت وکړو چې پر بدو خلکو هم د ښو ګمان کوو او کله بیا ښو ته بد وایو.

که په ریښتیا سره موږ غواړو چې د ښو او بدو خلکو تر منځ تفکیک وکړو؛ نو باید چې د تشخیص لپاره تر ټولو وړاندې هغه معیار و پېژنو، کوم چې ښه او بد سره جلا کولای شي.

ښکاره خبره ده؛ چې ښه خلک په ښو کارونو سره پېژندل کیږي او بد خلک په بدو.

اما دا چې کله ښه خلک بد کارونه وکړي او بد خلک ښه؛ نو بیا به سړی څرنګه قضاوت کوي؟

بلې! یو مسافر کس یوه کلي ته ځي، هلته له یوه کلیوال سره مخ کیږي چې هغه یې ښه احترام او ښه مېلمه پالنه کوي، بیا یې په خوشالۍ سره رخصتوي؛ نو که بل وخت له دغه مسافر کس څخه څوک د هغه کوربانه په هکله پوښتنه وکړي، چې ګواکي هغه څه ډول سړی دی؟ نو دی به ارو مرو د هغه ډېر صفت ورته وکړي، که څه هم چې هغه به په لومړي ځل له یوه مسافر سړي سره داسې ښه برخورد کړی وي.

بل کس که چېرې کوم کلي ته لاړ شي او هلته د هغه بل پر خلاف عمل ورسره وشي، نو خامخا به یې بد یاد کړي، که څه هم چې هغه به په لومړي ځل له یوه مسافر سره بده رویه کړې وي.

نو نتیجه دا شوه چې؛ موږ له معیار څخه کار نه اخلو او عجول قضاوت کوو؛ چې دا کار مو سخت اشتباه دی.

موږ ډېری وختونه ښه او بد په همدغې منوال پېژنو؛ که یو څوک له موږ سره ښه وکړي نو هغه ښه یادوو او که له موږ سره بد وکړي، هغه ته بد سړی وایو.
زه ډېر داسې کسان پېژنم چې یو ډېر بد انسان هغوی ډېر ښه یادوي او داسې کسان هم پېژنم چې یو ډېر ښه سړی بد بولي؛ دوی هم معیاري قضاوت نشي کولای، بلکې هره پرېکړه د خپلو نفساني تمائلاتو له مخې کوي چې دا کارونه ټول غلط دي.

زه بیا بل ډول فکر کوم!

زه وایم: که ماته یو څوک ووایي چې؛ هاغه فلانی ډېر ښه سړی دی! نو زه باید لومړی د همده په هکله فکر وکړم! چې دی پخپله څه ډول سړی دی؟ او که څوک د یو چا په هکله بد راته ووایي نو زه به هلته هم لومړی د همده په هکله فکر کوم.

تاسو ټول باید د ښو او بدو د تفکیک لپاره همدغه روېش معیار و ګرځوئ!

دا یوه فلسفي موضع ده!

تاسو د اسلام اوائلو ته یو ژور نظر وکړئ! له عمر ابن هشام (اب الحکم / ابوجهل) څخه به چې چا پوښتنه وکړه چې: په ټولو قریشو کې بد سړی څوک دی؟ ده ملعون به سردار د عالم (ص) ورته یاد کړ.

مګر له ابوبکر صدیق (رض) څخه به چې په ټولو قریشو کې تر ټولو د ښه سړي په هکله پوښتنه وشوه؛ نو هغه به هم سردار د عالم ورته یاد کړ.

اوس پوه شوئ چې اصلي خبره په شخص کې نه بلکې په تشخیص کې ده.

بله واورئ!

کله یو څوک د یوه کس دومره صفت وکړي چې سړی یې باربار لیدلو ته لېوال شي، خو بل وخت د همدغه سړي دومره غیبت وکړي چې دا ځل بیا د سړي نفرت ترې وشي؛ دا نو ولې؟ د دې ادعاؤ علت هم په تشخیص او قضاوت کې دی او دا هم امکان لري چې دا ځل په شخص کې تغیرات راغلي وي؛ ممکن مخکې به یې له دغه کس سره ښه کړي وي او دا ځل بد.

په هر حال زموږ د تشخیصونو او قضاوتونو معیار زموږ خپل فکر او خپله نفساني پرېکړه ده چې دا ډول قضاوتونه اشتباه دي.

ځينې خلک بدکاره وي خو د دوی کارونه د بدکارو خلکو ښه ایسي اما د ښو خلکو بیا بد ترې راځي؛ همدا راز ځینې خلک ښه کارونه کوي اما د بدکارو خلکو نه ورسره لګیږي ، خو ښه خلک یې ستایي.

خلاصه دا شوه چې: په یوه ښه کار څوک ښه مه بولئ او مه څوک په یوه بد کار سره بد یادوئ؛ بلکې قضاوت عادلانه کوئ! خیر که له کوم ښه سړي څخه کله ناکله بد کار وشي، تاسو هغه په یوه خطا سره بد مه بولئ.

که کوم بد سړي کوم ښه کار وکړ هم زر فیصله مه کوئ چې ګواکي دا ډېر ښه سړی دی! ممکن ستاسو د تېرایستلو لپاره به له حُقې څخه کار اخلي او ستاسو سترګو ته به خاورې در شیندي.

ښه سم ځیر شئ!!!

غل د غله بره وایي او پاک خور د پاکخواره.

د عالم له عالم سره جوړه وي او د جاهل له جاهل سره.

(مرغان هغه سره ګرځي چې بڼې یې برابرې وي)

تاسو که د کوم چا د ښو او بدو معلومات غوښتل نو کوښښ وکړئ چې له دوو یا دریو ښو خلکو څخه یې پوښتنې وکړئ ځکه چې بد خلک به یې خامخا بد درته بیان او ښه یې درنه پټ کړي.

بله او مهمه د انسانانو په پېژندلو کې دا هم ده چې سفر یا معامله ورسره وکړئ.

انسانان د لږ وخت لپاره ځان ته رنګ ورکولای شي، خو په معاملاتو کې یې اصلي بڼه سړي ته ښکاري.

خپلوان بیا تر ټولو ښه پېژندل کیږي! ځکه چې په خپلویو کې خامخا خوږې او ترخې راځي، چې شخصیتونه ښه پکې معلومیږي.

ځینې خلک له خپلوۍ مخکې فرښتې غوندې وي، خو چې خپل دې شي نو شیطان ته به دعا وکړې.

ځینې بیا برعکس وي.

همدا راز ځینې په آسانیو کې خواږه وي خو په سختۍ کې به دې لا پر ټپونو مالګې پاشي.

مګر تر ټولو بد خلک همغه دي، کوم چې ځانونه تر نورو ښه بولي، د ځان بره او د نورو ټيټه وایي، د ځان په صفت او د نورو په غیبت نه مړیږي.

مسکینان او فقیران به بې غیرته ګڼي.

د نږدې خپلوانو به هم غیبت درته کوي.

هېڅکله به یې له خولې څخه د بل چا صفت وانورې بلکې هر څوک به له ځانه ټیټ بولي.

که هر څومره ډېر ښه ورسره وکړې، دی به یې بیا هم کم بولي.

د بل چا بره ویل به یې نه خوښیږي او کوښښ به کوي چې خبرې دې پرې او پر هغه کس اعتراض وکړي.

لنډه دا چې: ځان به د ټولې نړۍ تر خلکو بهتر بولي.

نو که دغه رزیله صفات مو په کوم چا کې ولیدل، پوه شئ چې رزیل او بد سړی دی او که د دغو صفاتو عکس اخلاق یې لرل نو بیا ښه سړی دی.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.