حنیف طیب
چاغواالي او د هغه د مخنيوي لاري چاري !
تر دې مخته چې چاغښت وپيژنو لومړي باید BMI وپيژنو . که چېری د یو کس لوړوالي يا جګوالي په متر اندازه کړو او وزن یې په کیلو ګرام اندازه کړو ، نو که جګوالي یا لوړوالي په ځان کې ضرب کړو او د بدن وزن پر تقسیم کړو ، کوم عدد چې لاسته راځي د BMI ( body mass index ) په نوم یاديږي .
مثلاً : که د يو شخص قد يا جګوالي 1.7m متره وي او وزن یې 70kg یا کیلو وي نو BMI به یې څومره وي ؟
1.7 * 1.7 = 2.89
70kg/2.89 = BMI 24.2
نارمل BMI د 20 او 25 په منځ کې وي ، که تر دې جګ شي دې حالت ته چاغښت وایې . څنګه چې موږ پوهیږو هغه حرکات او فزیکي فعالیت چې موږ یې د ورځي په اوږدو کې تر سره کوو یو مقدار انرجي ته اړتیا لري چې همدغه انرجي موږ د خوراک د لاري تر لاسه کوو . که چېرته دغه انرجي زموږ او ستاسو تر فزیکی فعالیت زیاته وي نو زموږ په وجود کې د سپيني غوښي په ډول ذخیره کيږي ، که یو کس خوراک کم کوي نو د همدغه ذخیرې څخه انرجي تر لاسه کيږي ، او که یو کس خوراک تر خپل فزیکي فعالیت زیات کوي ، نو اضافه انرجي په بدن کې ذخيره کيږي .
څنګه کولای شو خپل وزن کم کړو ؟
لومړي__ هغه غذا باید انتخاب کړو چې لږ انرجي ولري لکه میوه جات ، سلاد . مخکي تر دې چې په خوراک شروع وکړو ، باید یو مقدار اوبه وڅیښو ، سلاد وخورو ، یا ځیني میوه جات لکه مڼه وخورو ، تر څو معده مو لږ ډکه شي او له دې څخه وروسته نور غذایې مواد چې په کور کې پاخه شوي وي وخورو .
دوهم___ فزیکي فعالیت او تمرين باید وکړو . فزیکي فعالیت په دي معنا نه چې فقط سهار وخت منډه کړو او یا یواځي جیم ته ولاړ شو ، بلکی کوښښ باید وشي چې له پورته ذکر شویو فعالیتونو سره سره بازار ته د سودا لپاره ، دفتر ته د تګ لپاره د پښو څخه کار واخلو او په څنګ کې د ورځي یو لوبه وکړو لکه کرکیټ ، فوټبال او داسي نور . په دغه وړو شیانو کې تغیر را وستل وزن ډیر کموي .
دریم___ که چېري یو څوک وغواړي خپل وزن د یو کيلو په اندازه کم کړي ، نو د یوې هفتې لپاره دي په ورځ کې یو ساعت تیزه منډه وکړي.