امين وردګ
د اميرالمٶمنين حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) د خلافت په مهال د مدينې په مقدسه خاوره باندې سخته قحطي راغله ، بارانونه نه کېدل ، ځمکه کاملاً له شنه ډکي څخه خالي شوې وه / حال دا چې د شام او مصر ولايتونه ښه آباد وو .
په مصر کې حضرت عمرو ابن عاص (رضي الله عنه) والي ٶ او په شام کې حضرت ابو عبيده ابن جراح (رضي الله عنه) .
اميرالمٶمنين شام او مصر ته خطونه واستول او کومک يې و غوښت ؛ پدې وخت کې يو صحابي په ځنګل کې اوسېده ، يوازې (يوه وزه) يې لرله ، هغه يې چې حلاله کړه وينه پکې نه وه ؛ نو دى مبارک سخت خفه شو ، پدې وخت کې خوب پرې ورغى ، ګوري چې محمدالرسول الله (صل الله عليه و آله و سلم) ورسره مخ شو او ده ته وايي چې : ((ورشه عمر ته داسې ووايه * ته خو عاقل وې * ولې د له عقل نه کار وا نخيست ؟))صحابي هم سبا نيغ په نيغه دارالخلافې (مدينې) ته ځان و رسولو ، هلته يې دراوزه وان ته وويل چې : د محمدالرسول الله (صل الله عليه و آله وسلم) قاصد يم امير د مٶمنانو ته !
ګوري چې ((اميرالمٶمنين)) په لوڅو پښو دروازې ته راغى او د قاصد احترام يې وکړ ، قاصد هم امانت پيغام ورته واورولو .
امير ژر ممبر ته پورته شو او په تنده لهجه يې خپلو ملګرو ته وويل : ((تاسو ته ما نه وو ويلي چې زما عيبونه راته په ګوته کوئ ؟ هلئ ! پوه مې کړئ : ما څه کړي چې د الله نبي (صل الله عليه و آله و سلم) راته غوصه دى ؟
يو صحابي راپورته شو او ورته ويې ويل :(( زما په اند ستا غلتي به دا وي : چې بايد د شام او مصر د واليانو پر ځاى د له الله نه غوښتنه کړې واى ، نور خو زموږ په علم کې تا کوم غلت کار ندى کړى ، ته خو عادل امير يې !))
امير د مٶمنانو وويل : هو ! بلکل همدا زما غلتي او ناپوهي ده ! بس الله ته په سجده پرېووت او د ملګرو په ګډون يې له الله نه د باران غوښتنه وکړه .
وروسته په اسمان کې هر لوري ته د ((ورېځو)) دا سې نارې سورې پيل شوې : ((ځو به مدينې ته عمر غوښتې يو ، ځو به مدينې ته عمر غوښتې يو ))
افضل الحکايات