عارفه ځدران
ډېری خلک دا فکر کوي، چې پۀ ورځ کې که هر څومره مخ وېنځي، هومره به یې څېره ښکلې او پوستکی به یې ښۀ وي، خو دا چې پۀ ورځ کې باید څو ځله مخ ووېنځل شي، د انسان پۀ پوستکي پورې اړه لري.
پۀ ورځ کې دؤه ځله د مخ وېنځل اړین دی، خو بیا هم دا پۀ پوستکې پورې اړه لري، چې پوستکی یې څۀ ډول دی.
د ؤچ او حساس پوستکي لرونکي وګړي که پۀ ورځ کې يؤ ځل هم خپل مخ ووېنځي نو کفایت کوي.
د غؤړ پوستکي لرونکي وګړي دې پۀ ورځ کې دؤه ځله مخ ووېنځي، تر څو یې لۀ مخ څخه غؤړ ليرې شي. که چېرته ؤرزش کوئ، جیم ته ځئ یا میک آپ کوئ، نو اړینه ده چې لۀ دې کړنو وروسته خپل مخ ووېنځئ او دا هم اړینه ده چې د شپې لۀ وېدېدو دمخه خپل مخه ووېنځو تر څو د ټولې ورځې ګردونه او غؤړ مو پوستکی خراب نۀ کړي. د ټولې ورځې پۀ چاپېریالي ککړتیا کې اوسېدل د مخ پوستکي ته تاوان رسوي او د کولاجن مادې د ماتېدو سبب کېږي، چې پۀ پایله کې پر مخ ګونځي را څرګندېږي.
هغه کسان چې له وېدېدو دمخه کریم کاروي، ورته اړینه ده چې سهار خپل مخ ووېنځي، تر څو یې پر مخ د کریمو توکي پاتې نه شي، خو که چېرته همداسې پاتې شي، پر مخ یې دانې را ختلی شي.
عادي صابون پر مخ مه کاروئ، که چېرته عادي صابون کاروئ، نو دا باید په یاد ولرئ، چې ستاسې د مخ پوستکی عادي نه وي او په دې ډول صابون کې د PH کچه ډېره وي. که چېرته په صابون کې د PH کچه د پوستکي د طبیعي ایسډیټي څخه ډېره وي نو پوستکي ته زیان رسوي.
هغه صابون چې تېزه خوشبو لري، هیڅکله یې مه کاروئ، بلکې هغه صابون چې لږه خوشبو، لږ کیمیاوي توکي لري وکاروئ یا هم د فیس واش څخه ګټه واخلئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه