وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (المومنون ۸ ) .
او هغه کسان (کامياب شول ) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دی .
عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان). البخاري [2536، 2598، 5744].
ژباړه : له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : د منافق دری نښې دی : چې کله خبرې کوي دروغ وايي ، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي .
ـ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ الله عَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَّ قَالَ: «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ، وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ». (بخارى:34) [2327، 3007] البخاري :
د عبدالله بن عمرو نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : په هر چا کې چې دا څلور خصلته وليدل شي هغه خالص منافق دی او که په چا کې ددې خصلتونو څخه يو خصلت وي نو په هغه کې به د نفاق يو خصلت وي تر هغه پورې تر څو هغه ترک کړي دا څلور خصلته دا دي : ۱- که هغه ته امانت ورسپارل شی خیانت کوي ۲- د خبرو کولو په وخت کې دروغ وايي ۳- په کړې وعده وفا نه کوي ۴- د دعوا په وخت کې ښګنځل کوي .
لنده شرحه : ددې منافق نه منافق عملي مراد دی نه منافق عقدتي دغه اعمال بې وفايي ، دروغ ، د امانت خيانت منافقانه خصلتونه دی چې د مسلمان له شانه سره سر نه خوری مسلمان باید ددې ډول خصلتونو څخه ځان وساتی .
او د کومو کفارو منافقينو (په ظاهر مسلمان او په باطن کې کافر) چې په قرآن کې ذکر شوی او هغوی ته د دوزخ د سخت عذاب ياد شوی دی هغه عقدتي منافقین دي نه عملی
المقصود بالنفاق هنا النفاق العملي ، وليس النفاق الاعتقادي ، وهذا جواب القرطبي ، ورجحه الحافظ ابن رجب ، والحافظ ابن حجر العسقلاني ، وهذا أرجح الأقوال . (موقع شيخ صالح المنجد السوال ولجواب ) .
عن ابنِ عَبَّاسٍ عن النَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم قال: – (لا تُمارِ أخاكَ ولا تُمازحهُ ولا تعدِهُ موعداً فتخلفُهُ) (ترمذي 2063 ) .
له بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي : له خپل ورور سره مناقشه او مجادله مه کوه ، له هغه سره ټوکې مه کوه (چې هغه ورباندې خفه او پريشانه شي ) او داسې وعده مه ور سره کوه چې هغه ماته کړې .
( إذا وعد الرجل أخاه وفي نيته أن يفي فلم يف ولم يجئ للميعاد فلا إثم عليه )( 3 )
ژباړه : کله چې کوم سړی له خپل ورور سره وعده وکړي او نيت کې يې د وعدې وفا وي مګر د عذر له کبله په هغه وفا ونشي کړای نو په هغه څه ګناه نشته .
آن لاين اسلامې لارښود
(3) أخرجه أبو داوود والترمذي وسعيد بن منصور في سننه . وقال الترمذي عنه : هذا حديث غريب ،وليس إسناده بالقوي . وفيه علي بن عبد الاعلي ثقة، وأبو النعمان مجهول ، وأبو وقاص مجهول . انظر سنن أبي داوود : 409:4 ( كتاب الأدب) وسنن الترمذي :131:4 ( أبواب الأيمان ) وفيض القدير :453:1.