په قاهره کې يو يونانی سندرغاړی مسلمان شو

يونانی سندرې ويونکی “ژوزف” د دوهم البوم په نوم د (ياسمين ) له جوړولو دری مياشتی وروسته په قاهره کې د اسلام په مقدس دين مشرف شو چې اوسنی نوم يې يوسف دی .

يوسف وايي : زه د څلورو کالو راهسې په مصر کې ژوند کوم زه د مسلمانانو د نيک سلوک شاهد وم او په همدې توګه مې تصميم ونيو چې مسلمان شم .

نو ددې کار د پاره د الازهر يو نږدې استاذ ته وغلم او خپل اسلام مې اعلان کړ .

يوسف زياتوي : زه قصد لرم چې د يوې مسلمانې ښځې سره واده وکړم ځکه زه د مسلمانې سره ازدواج خوښوم البته زما مسلمانيدل د ازدواج سره کومه رابطه نه لري بلکې زما مسلمانيدل د اسلام په خاطر دي .

يوسف وايي : که الله تعالی زوی راکړ نو د محمد نوم ورباندې ږدم او که لور راکړې د فاطمې نوم ورباندې ږدم .

والســلام.

منبع: http://abooda6.maktoobblog.com/1108285/مطرب-يوناني-يعلن-إسلامه-في-القاهرة/

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.