په دبۍ کې د تير اکتبر په مياشت کې 279 کسان په اسلام مشرف شول

 د اخبار جهان اسلام د راپور او المختصر په حواله : د دبۍ د اسلامې امورو او خيريه کارونو د ادارې د راپور له مخې د تیر اکتبر په مياشت 279 کسانو خپل مسلمانيدل اعلان کړل دا کسان په مختلفو ملتونو پورې اړه لري چې ددې کسانو څخه ۱۷۷ ښځې دي .

ددې ادارې مشر دکتور حمد بن شيخ محمد الشيبانی وويل : مونږ هميشه د خپلو امورو انسجام ، دعوت او اسلامې تبليغات ددې مبارک آيت شريف د پيروۍ په رڼا کې تر سره کوو ،{ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ }(سورة النحل/ آية 125).

د اماراتو د رسمي رسنيو د راپور له مخې دوکتور شيباني وايي : زمونږ اداره نويو مسلمان شويو ته د زده کړې ورکولو ډير اهميت ورکوي .د هر نوی مسلمان شوی د پاره د زده کړې دوره په عربي ژبه ترتيبوو تر څو د خپل دين له تعليماتو سره اشنا شي او همدارنګه څو کتابونه په مختلفو ژبو او د هر کس سره مناسب اهدا کوو .

او هغوی ته د لمانځه زده کړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحيح سنتو له مخې ور زده کيږي  .

د نوموړې مؤسسې مدير زياتوي : ټول هغه کسان چې  دغه مؤسسې ته يې خپل مسلمانيدل اعلان کړي دی وروسته له هغه چې دوی د اسلام په باره کې مطالعات او څيړنې کړی دی او ښه یې حقيقت درک کړی دی وروسته يې د خپل زړه په خوښ  دغه مؤ سسې ته مراجعه کړی ده او خپل مسلمانيدل يې رسماً اعلان کړی دي .

دغه کسان د اماراتو د خلکو له ښه سلوک څخه تعجب کوي او ددې مناطقو د خلکو ښه رفتار هم د دوی له اسلام سره د علاقي یو عامل بلل کيږی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.