حسان مجاهد
***************
#دوهمه برخه
٢_ په اسلامي هویت، کلتور او اخلاقو باندې د هندي سریالونو منفي اغېز
دې کې هیڅ شک نشته چې یو شي ته په ډېر کتلو سره د هغه شي مینه پیدا کیږي او له زړه څخه د هغه شي کرکه وځي، کله چې له یو شي سره مینه پیدا شي، بیا نو له هغه څخه ډېر ژر څوک اغیزمن کیږي.
د خارجي سریالونو له خطرونو څخه یو دا هم دی چې په فلم کې اداکاران او اداکارې په کوم ډول فیشن، لباس او حرکاتو کې لیدل کیږي، مسلمانان ځوانان او پیغلې کټ مټ د همغه فیشن، لباس او حرکاتو تقلید کوي، کوم ډول اخلاق او عادات چې هغوى ترسره کوي د همغه اخلاقو او عاداتو تخمونه په اسلامي ټولنه کې کرل کیږي، موږ وینو چې په دې وروستيو کلنو کې داسې د اسلام ناخوښه او ناوړه رواجونه رامنځته شو چې تاریخچه یې وپلټل شي، نو خامخا به یې لومړی هندوانو او یا نورو کفارو بنسټ ایښی وي.
داشان په هندي سریالونو کې ټیټ او بې ارزښته خلګ لوړ ښودل کیږي او لوی او سپیڅلي اشخاص کمزوري ښودل کیږي او مسخره کیږي، دداسې حالت له امله ځوانان مجبوره شي چې په رسنیو کې ښودل شوي کسان د ځانو لپاره د غوره مثال په توګه وپیژني، د هغوی تګلاره غوره کړي او له هغوی سره یې دومره مینه پیدا شي چې عسکونه یې په جامو لګوي او نومونه یې په خپلو اولادونو ږدي.
دهالېووډ او بالېووډ ادارې اوسمهال یوازې تر تفریحي او اصلاحي فلمونو ندې ځانګړې بلکې دغو ادارو سیاسي بڼه هم خپله کړې او تر ډېره دفکري جګړې کار ترې اخیستل کېږي.
جنسي فلمونه، پردي سیریالونه، هندي او انګلیسي فحاش فلمونه او پردي ممثلین مسلمانانو ته، ددې لپاره هره ګړۍ په تلویزونونو ښکاره کېږي تر څو مسلمانان له خپل کلتوره لېرې او په نڅا او فحشاء یې روږدي کړي.
دوی غواړي په اسلامي، مستعمره، او وروسته پاته هیوادو کې، له همدې لارې خپل مذهب او کلتور ترویج، او ځوان نسل ته یې ور پېچکاري کړي.
یو عالم کیسه کا چې په کابل کې یوه ښځه وفات شوې وه، دکورنۍ یو ووړ ماشوم مېلمستون ته راغی او پلار ته یې ورغږ کړ.
پلاره! انا کله سوځوو!؟
نن ورځ چې کوم ماشومان په تلوېزونو کې هندي، ترکي او غربي سیریالونه مشاهده کوي؛ حتمي ده چې ددین او کلتور په برخه کې به دافغاني پر ځای، غربي او هندي مذهب او کلتور ته ترجېح ورکوي او په مستقبل کې به همدغه کرکټر خپلوي کوم چې زموږ ددین او کلتور، دواړو سره په ټکر کې دي.
که تاسو له ځوانانو څخه د هغه د هیلو او ارمانونو په اړه پوښتنه وکړئ، نو د ډېرو به ځواب دا وي کاش د یوه مشهور ورزشي ستوري، هنرمند او ډایرکټر په څیر شم او هغه صلاح الدین ایوبي، هارون الرشید او طارق بن زیاد نومونه یې له پامه غورځولي دي چې د اسلامي نړۍ ستوري بلل کیږي.
کله چې مسلمانان هندي فلمونه ګوري، نو ښځې په کورونو کې د هندي کلتور تقلید کوي، ځوانان په کوڅو کې هندي سندرې غږوي، هندي فلمونه د رقص او د بت پرستۍ له دودونو ډک وي، چې دا د ماشومانو لپاره خطرناک ګڼل کیږي.
هندي سریالونه د ځوان نسل په کلتور ډېر ناوړه اغېز کوي چې کلتور عبارت دی له لاندې شیانو:
_لباس: په هندي سریالونو کې کټ مټ له اسلامه مخالف لباس ښودل کیږي چې ډیر نرم او تنګ وي او زموږ ځوانان او پېغلې چې په فلم کې څه ډول لباس وویني، سبا یې همغه ډول لباس په تن وي.
_ ویښتان: په هندي فلمونو کې چې کوم ویښتان لیدل کیږي، هغه ناروا او په شریعت کې ترې منعه راغلې ده، خو زموږ ځوانان چې په فلمونو کې څرنګه ویښتان وویني، همغه ډول ویښتان جوړوي.
_رواجونه: په هندي سریالونو کې چې کوم رواجونه ښودل کیږي، نن همغه رواجونه زموږ په اسلامي ټولنه کې رامنځته شوي دي، د مثال په توګه: په لاسونو او مخ خالونه او چاپونه لګول، تر واده وړاندې نکریزي وړل، په واده کې زوم او ناوې د خلګو په وړاندې درول او تصویرونه ترې اخیستل، د واده په مراسمو کې تر نکاح وړاندې هلک او نجلۍ (چې بالکل سره پردي وي) بازارونو او خوړنځایونو ته تلل او داسې نور….
_ جادو او کوډې: په هندي سریالونو کې یو پربل کوډې او جادو کول یو عام دود ګرځیدلی دی او په ډیر مهارت سره ښودل کیږي، چې نن همغه تاثیر زموږ په اسلامي ټولنه کې هم لیدل کیږي او د کوم ځوان چې چیرته کومه نجلۍ خوښه وي، نو په هغې یا کورنۍ یې جادو او کوي، تر څو هغوی تابع کړي او د نکاح په پرېکړه یې راضي کړي.
٣_ په کورني نظام د هندي سریالونو منفي اغېز
نن سبا د ښځې او خاوند ترمنځ د اړیکو کمزوري کېدل، یو پر بل بې باوره کېدل، د یو بل په وړاندې بې پروايي رامنځته کېدل او ځینې مېرمنې او خاوندان یو له بله په پټه کې د فحشا په لومو کې لویدل؛ دا ټول د هندي سریالونو د کتلو اثرات دي.
د اختلاف، بدبینیو، طلاق، جلاوالي، خفګان، خیانت او فحشا ډېرې پیښې ددې سریالونو له امله رامنځته شوې دي، هغه سریالونه چې د نافرمانۍ او سرغړونې روحیه ترویجوي.
د عربي نړۍ په یو هیواد کې تر ۲۰ زیاتې د طلاق پیښې د یو هندي سریال له امله رامنځته شوې دي، هغه سریال چې کتونکو ته د ناروا مینې او عشق درس ورکوي او د خلګو ترمنځ یې لیونتوب رامنځته کړی دی. داسې هم پیښه شوې ده چې یو میړه ناڅاپه کور ته راځي او خپله میرمن په داسې حال کې ویني چې د تلویزیون په سکرین د یو هندي ډایرکټر په مخ خپله خوله ږدي او خاوند ورته سمدستي طلاق ورکوي!
بله کیسه دا ده چې یوې کوچنۍ نجلۍ له خپلې مور واورېدل چې فلمي ستوري ته وایي” ای هندو! زه هیله لرم چې ماسره یوه ورځ واده وکړې او بیا طلاق راکړې”
کله چې دا خبره د پلار تر غوږونو رسیږي، نو هغه هم خپلې ښځې ته طلاق ورکوي. دا هغه دوې کیسې دي چې حقیقت لري.
د خواښې او نږور تر مینځ شخړې او اختلافات:
په دې سریالونو کې په مستقیمه توګه ښودل کیږي چې د نږور او خواښې ترمنځ جنګ روان وي، نږور هڅه کوي چې خپلې خواښې ته زیان ورسوي، پداسې حال کې چې خواښې هم هڅه کوي چې د ښځې ژوند خراب کړي او له خاوند سره یې ژوند ترینګلی شي.
کله چې ښځې او نجونې دغه سریالونه ګوري، نو بیا دوی هڅه کوي چې په کورنۍ کې دغه اختلافات ولوبوي او په پایله کې شاید دا اختلافات د طلاق، نافرمانۍ یا حتی د مېړه د ځان وژنې لامل وګرځي، ترڅو د ژوند له دا ډول کړاوونو خلاصون ومومي.
نور بیا…..