پنځه ډوله خلک شته چې ورسره بحث مه کوئ،

:
پنځه ډوله خلک شته چې ورسره بحث مه کوئ، نه خپل وخت ضايع کړئ او نه خپل ذهنی سکون له منځه یوسئ:

1. ضدی انسان:
هغه څوک چې يوازې خپله خبره سمه بولي، د بل چا خبره نه مني، نه دليل ته ارزښت ورکوي او نه مشورې ته.

2. خپل ځان هوښیار ګڼونکی:
هغه څوک چې تل دا احساس ورکوي چې ګواکي هر څه ده ته معلوم دي، خو حقيقت کې ده سره هېڅ علم نه وي.

3. قهرجن انسان:
هغه څوک چې د هرې خبرې نه شخصي شخړه جوړوي او جنګ ته تيار وي.

4. دښمن‌صفت انسان:
هغه څوک چې تا نه کرکه لري، ستا رښتيا هم دروغ بولي او ستا نېت هم په بد نظر ګوري.

5. مغرور انسان:
هغه څوک چې د چا خبره نه اوري، نه يې درک کوي، نه مشوره غواړي او نه حقيقت مني.

د دغو خلکو سره بحث بې‌فايدې دی. خاموشي تر ټولو ښه ځواب دی.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.