تصور وکړئ؛ کله چې اسرافیل علیه السلام خپلې شپېلی کې پوکی وکړي او کاینات لړزونکی غږ پورته شي. ځمکه به بدله شي، لمر به د نېزې په اندازه رانږدې شي او خلک به د خپلو خولو په سیند کې ډوب وي. دا د لیدو، نندارې یا د بل چا د کیسې اورېدو ورځ نه ده؛ دا ستاسو د حساب ورځ ده! په داسې یو هېبتناک حالت کې، کله چې پاچاهان او واکمنان په ګونډو وي، یو غیبي غږ به پورته شي «لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ؟» نن د چا واکمني ده؟ او بیا به پخپله وايي«لِلَّهِ الْوَاحِد الْقَهَّار».
خوږو مجاهدینو او قدرمنو مسؤلینو! پرون تاسو په سنګرونو کې د مظلومانو د دفاع او د الهي نظام د راتګ لپاره سرونه په لاس کې نیولي وو، نن اللهﷻ تاسو ته واک، منصب او مسؤلیت درکړ. په یاد ولرئ چې دا چوکۍ او دفترونه د امتیاز ځای نه، بلکې د اور د لمبو یوه ټوټه ده. په هغه ورځ چې د چا سفارش او رشوت کار نه کوي، ستاسو لاسونه، پښې او قلمونه به ستاسو پر ضد شاهدي ورکوي. که نن مو د بیت المال یوه افغانۍ خیانت کړې وي، که مو د یو غریب حق تر پښو لاندې کړی وي، یا مو د خپل منصب څخه په ګټې اخیستنې ظلم کړی وي، احکم الحاکمین ذات به یې خامخا پوښتنه کوي.
مجاهده وروره! په نړۍ کې ډېر پادشاهان او مالدار خلک تېر شوي، ځينو یې په خپلو زمانو کې له ځانونو څخه فراعنه جوړ کړي وو، خو وګورئ هغوی څه شول؛ آیا د هغوی نوم او نشان پاتې دی، همدارنګه په کومو څوکیو او د فترونو کې چې تاسې ناست یې فکر وکړئ په دغو دفترونو کې به څومره نور رئیسان او مسؤلین تېر شوي وي، هغه رئیسان او مسؤلین چې په خپل وخت کې د غرور او فساد منارونه وو اوسمهال چېرته دي، څوک به په قبر کې وي څوک یو ځای څوک بل ځای.
نو وپوهیږئ هغه څوک چې ابدي پادشاهي کوي هغه یوازې الله ﷻ دی، بغیر له الله ﷻ څخه نور هیڅوک په دې نړۍ کې ابد پاتې کېدونکی ندی. زموږ او ستاسې مسؤلیتونه به تر آخره نه وي، نه به دا صلاحیت وي نه به دا مال او ځواني وي، خو هغه څه مو چې تر شاه پرې ایښي تر آخره به راسره مل وي. کچېرته مو خپله وظیفه په صداقت او ایماندارۍ سرته رسولې وي، له نظام سره مو هیڅ ډول خیانت نه وي کړی، له خلکو سره مو نیک چلند کړی وي، د خلکو حقوق مو نه وي ضایع کړي، په دولتي کارونو کې مو خپلو خپلوانو ته ترجیح نه وي ورکړې، که دا شیان مو تر شاه پرې ایښي وي جګه غاړه ګرځئ هیڅکله د بست او موقف په لمنځه تلو مه غمجن کیږي ځکه دا هیچاته او هیڅ وخت دایمي ندي، خو هغه څه چې تاسې ترشا پرې ایښي ستاسې د دونیا او آخرت بریا تضمین کوي. که بلعکس خپل مسؤلیت کې مو خیانت کړی وي، غلا مو کړې وي، یا مو کبر کړی وي، یا مو واسطې منلې وي او یا هم په خپل مسؤلیت اداء کولو کې مو غفلت ترسره کړی وي، خبردار؛ ډېر ژر به داسې وخت راشي چې تاسې به په دغه مسؤلیت او صلاحیت کې نه یاست، بدنونه به مو کمزوري شي، د هغه اولاد او خپلوانو لپاره چې تاسې ناراواوې ترسره کړي هغوی به ستاسې لوري ته توجه هم نکوي، کله چې سپین ګیري شئ او د مرض په بستر پرېوځي هماغه خپلوان به ستاسې مرګ ته شېبې شماري. تاسې به مړی شئ او یوازې به د عادل او جبار ربﷻ دربار ته حاضر شئ، اوس به تاسې د خپل جبار او عزتمن ربﷻ په مخکې خلکو ته حساب او کتاب ورکوی، ډلې ډلې خلک به راځي خپل رب ﷻ ته به له تاسې څخه شکایت کوي، خلک به وايي اې قهار ربه« دی چې مسؤلیت کې وو زما یې دغه حق ضایع کړ، بل کس به له بل طرف څخه ربﷻ ته نعرې کړي یا رب ﷻ دغه چې مسؤل وو پر ما یې کبر وکړ، بل کس به بل طرف څخه نعرې کړي چې یا رب ﷻ دغه د بیت المال حق ضایع کړی، تا به په خلکو کبرونه کړي وي، د خلکو حق به دې ضایع کړی وي، رشوت به دې اخیستی وي، غلا به دې کړې وي، د بیت المال موټر به دې خرڅ کړی وي، ټول خلک به خپل ربﷻ ته له تاڅخه شکایت کوي ستا به یوازې کفن په غاړه کې پروت وي نور به له هغو شیانو څخه یو هم نلري په کومو چې د خلکو حق اداء کولی شې، نو اې د حکومت مسؤله! ته چې بیت المال سره خیانت کوي، واسطه بازي کوي، کبر کوي او یا هم غلا کوي آیا د محشر صحنه دې سترګو ته نه دریږي؟ که دریږي نو ولې فساد کوې او که نه دریږي نو آیا ته د خپل ربﷻ په خبرو کې شک لرې، بیا واروه بېشکه چې د اللهﷻ حساب ته ورتلونکې یې په هغه وخت کې به ته هیڅکله کوم ژغورونکی لوری ونه مومي.
که اوس دې فساد وکړ هغه مهال ستا پېښمانتیا په درد نه لږیږي، بلکې هغه مهال پېښمانتیا هیڅ معنا نه ورکوي او هیڅلکه دا هیله مکوه چې الله ﷻ به د نورو انسانانو حق تا ته بغیر له کوم دلیل څخه وبښي. ته چې کله له حرامو لارو څخه شتمنۍ ګټې آیا تاته د سورة التکاثر دا آیتونه نه دریادیږي «أَلْهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ ﴿۱﴾ حَتَّىٰ زُرْتُمُ ٱلْمَقَابِرَ ﴿۲﴾ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ ٱلْيَقِينِ ﴿۵﴾ لَتَرَوُنَّ ٱلْجَحِيمَ ﴿۶﴾ ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ ٱلْيَقِينِ ﴿۷﴾ ثُمَّ لَتُسْـَٔلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ ﴿۸﴾
ژباړه«تاسې د شتمنۍ په ګټلو کې ډېرې زیاتې لیوالتیا په غفلت کې اچولي یاست، تر دې پورې چې په دې فکر کې قبرونو ته ورشئ. هیڅکله داسې نده ډېر ژر به تاسې پوی شئ(ډېر ژر به تاسې پوی شئ چې د ژوند اصلي هدف دا نه و)، بیا واورئ هیڅکله داسې نده ډېر ژر به تاسې پوی شئ. هیڅکله داسې نده که د باوري پوهي له مخې تاسې ددې چلند په عاقبت پوهېلدلی نو ستاسې به دا چلند نه وو. تاسې به هرو مرو جهنم ګورئ، بیا واوری چې تاسې به ټینګ باور سره جهنم وګورئ، بیا به هرو مرو هغه ورځ ستاسې څخه ددې نعمتونو په باب پوښتنې وشي.»
اللهﷻ په موږ او تاسې د خپل نعمت د تکمیل او اتمام حجت لپاره له ټولو عواقبو څخه خبر کړي یو. اللهﷻموږ ته قرانکریم کې وعده راکړې چې هرور مرو به له تاسې څخه د ژوند په باب پوښتنه کیږي، کومې پیسې چې مو ګټلې دا مو له کومې لارې ترلاسه کړي.
اې وروڼو! آیا چې جهنم حاضر وي او موږ مجرمین وو، نو هلته به پېښمانتیا ګټه وکړي؟ نه بلکې هیڅلکه نه، راځې سر له نن څخه توبه وکړو که تر دې مهاله په دنده کې غفلت راڅخه شوی وي یا هم بیت المال سره مو خیانت کړی وي له ټولو ممکنه لارو څخه په استفاده د بنده ګانو حقوق باید بېرته بندګاه ته واپس کړو او اللهﷻته صادقانه توبه وباسو ترڅو په آخرت کې د جهنم له عذاب او اللهﷻ ته له شرمینده ګي څخه خلاص شو.
وما علینا الالبلاغ…
مستغفر الحنفي
سنة: ۱۴۴۸/۲/۱۱ من هجرة اشرف المرسلین(ﷺ)