يوه ورځ نبي علیه سلام ته يوه ښځه راغله ورته وايي

اسماء بنت يزيد د حضور نه پوښتنه وكړه

يوه ورځ نبي علیه سلام ته يوه ښځه راغله ورته وايي يا رسول الله سړي زمونږ نه په نيكيو كې ډېر مخكې دي . حضور علیه سلام ورته وايي هغه څنګه ؟ ښځه ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم سړي تاسو سره جهاد ته ځي ټوله ــ ټوله شپه ددشمن په سرحدونكى پيره كوي ، مونږ كورو كې دننه د بچو تربيت كوو .

هغوى ته ډوډۍ پخوو ، د هغوى ، د ځان ، د مال ، د عزت ، د آبرو ، حفاظت كوو ، مونږ دشمن په مقابله كې پيره نه كوو د هغوى سره قتال نه كوو سړي مسجد ته ځي ، په جماعت سره لمونځ كوي ، مونږ كورو كې لمونځونه كوو ، نو مونږ دې ثوابونه محرومه يو ، نو ځكه مونږ نه سړي ثوابو كې او نيك كارو كې مخكې دي ، پيغمبر صلی الله علیه و سلم ورته وايي ډېر ښه سوال دې وكه (۱).

حضور علیه سلام ښځې ته جواب

حضورعلیه سلام جواب وركوي كومه ښځه چې د شپې په خپل كور كې د بچى د وجې نه اوچته شي ، الله رب العزت د هغه مجاهد ثواب وركوي ، چې ټوله شپه دشمن په سرحد كې پيره كړي وي ، هغومره ثواب الله رب العزت دې ښځې ته وركوي ، ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي ، او د دوى سر ه ثواب كى شريكه ده او كومه ښځه چې په خپل كور كې لمونځ وكى الله رب العزت دومره ثواب وركوي چې يو سړي مسجد ته لاړ شي د جمعې سره او تكبير اولى سره ، لمونځ وكى ، الله رب العزت دې ښځې ته دومره ثواب وركوي (۱).

وګورئ ! اسلام ښځې سره څومره نرمى كړى ده ، د اسلام نه مخكې په قيصر او كسرى او ايران كې به ښځې د نفساني خواهشاتو لپاره يوه ذريعه ګرځولى وه ، ښځې به په منډه يانو كې ودرولي وې خلكو به سبزي او پوروټو په شان بولي په كولى ، چا به دوكانو كې په شيشو كې ودرولي وې خرڅه ولي ، داده ښځو عزت وه داد ښځو آبرو وه .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.