ولې د ځینو خلکو تر نورو ډېر ساړه کېږي؟

ښايي له سختو ورزشونو وروسته سړو حمامونو کې لمبېدل هغه لاره وي چې ځینې مسلکي ورزشکاران یې د عضلو د درد کرارولو او د بیا فعالیت لپاره کاروي. هغوی چې غواړي په ژمي کې خپله فزیکي وړتیا وساتي پوهېږي چې ساړه دومره سخت وي څومره چې د فعالیت په نوې کولو کې مرسته کوي.

کله چې خبره د تودو حوضونو او یا د یخو او پرانیستو ځایونو (د جهیلونو، ویالو او پرانیستو بندونو) د لامبو ترمنځ د غوراوي وي، د ماتیلدا های لپاره، چې د لامبو شوق لري، خبره حل شوې ښکاري.

که څه هم د دویم ډول لامبو ستاینه د هغې د ګڼو روغتیایي ګټو لپاره کېږي، خو دا ورزش د هر چا لپاره مناسب نه دی.

های په دې اړه وايي: “کله چې مې د پرانیستو ځایونو په یخو اوبو کې لامبو وازمویله، ډېر وخت په اوبو کې نه شوای پاتې کېدای. ښايي یوازې څو دقیقې به مې دوام کاوه مخکې له دې چې سملاسي ووځم، حال دا چې زما خور د کوم دلیل له مخې کولای شي په یخو اوبو کې ډېر زیات وخت پاتې شي. زه فکر کوم موږ د سړوښې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه لرو.”

خو هغه شواهد چې د یخو اوبو د لامبو د رواني روغتیا د ګټو په اړه په رسنیو کې تبلیغ کېږي، لږ څه کمزوري دي او په ډېره کچه د یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د قضیې پر څېړنه ولاړ دي.

نو ولې بیا هم دومره مشهوره شوې ده؟ او ایا های سم وايي چې ځینې خلک د نورو پرتله د سړو په زغملو کې وړتیا لري؟

هوا د انسان د فعالیت پر کچې ډېر اغېز لري، ځکه په ساړه کې عضلې ورو کار کوي او ډېر وخت نیسي چې د فشار حالت ته ورسېږي، د حرکت د پیل وړتیا کموي او د بدن د انرژۍ عمومي تولید هم راټیټېږي.

په سړه هوا کې د فعالیت د کمښت لاملونه لږ څه پېچلي دي. زموږ د ساړه زغمل په جنیټیکي عواملو، د پوست لاندې د وازګې په کچه او د بدن په انداز پورې تړاو لري. یو تفسیر دا دی چې کله بدن سوړ شي، د عضلو په حجرو کې د انرژۍ د ازادېدو اندازه کمیږي.

خو په عین وخت کې، په سړه هوا کې د ورزش کول تل د زړه له روغتیا، د معافیت د سیستم له پیاوړتیا او د سپینو وازګو له نسواري رنګه وازګو ته د بدلېدو سره تړل کېږي، چې دا بیا د وزن په کمېدو کې ډېره مرسته کوي.

نو په ټیټه تودوخه کې ورزش- که په خوندي و شي، د پام وړ روغتیایي ګټې لرلی شي.

When can a cold become something more serious?

د عکس تشریح،ایا ځینې خلک د سړې هوا سره د چلند لپاره په غوره وړتیاوو زېږېدلي وي؟

ځینې کسان د نورو پرتله په سړه هوا کې د ورزشي تمرینونو ترسره کولو ځانګړې وړتیا لري. د هرو پنځو کسانو له ډلې یو داسې وي چې د هغه د عضلو فایبرونه د “الفا اکتینین ۳” پروټین نه لري. هغه بدلون (موتاسیون) چې د دغه پروټین نشتوالي لامل شوی، د انسان د ارتقا په تاریخ کې ځینې معلومات څرګندوي او دا هم روښانوي چې ولې ځینې ورزشکاران بریالي دي، حال دا چې نور یې له ستونزو سره مخ دي.

پروټین “الفا اکتینین ۳” ته کله کله د “چټکتیا جین” هم ویل کېږي، ځکه دا ورزشکارانو ته هغه وخت لا نور سېک ورکوي چې بدن ته د انرژۍ د قوي چټکو څپو اړتیاوي او د عضلو د ستړیا په چټکو له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو په نورو شرایطو کې یې اهمیت کمېږي.

ټولې عضلې له دوو ډولو فایبرونو جوړې دي: ورو انقباض لرونکي فایبرونه او چټک انقباض لرونکي فایبرونه.

کورټینای دن لوېس، چې د امریکا د پټسبرګ پوهنتون کې فزیولوژۍ پوهه ده، وايي: “عضلې له دواړو ډولو فایبرونو جوړې دي، خو د هر ډول فیصدي د هرې عضلې او هر کس په بدن کې توپیر لري.”

ورو انقباض لرونکي فایبرونه د ورو حرکتونومسوول دي. دا فایبرونه موږ سره مرسته کوي چې نېغ ودرېږو، سر مو په ځای وساتو او مخې ته له لوېدو یې وساتو، د ژامو له ښکته کېدو مخنیوی وکړي او د هغو حرکاتو مسوول دي چې د سپکو تمرینونو لکه مزل یا منډې پر مهال ترسره کېږي.

هغه کسان چې یوګا یا مراقبه کوي او لارښوونه ورته شوې وي چې د هوښیار کار له لارې ټولې عضلې آرامې کړي، ښه پوهېږي چې څومره عضلې بې له شعوري هڅې هم کار کوي.

له بلې خوا، چټک انقباض لرونکي فایبرونه – لکه هغه چې د بې‌اکسیجنه تنفس په ترڅ کې کار کوي – د چټکو خوځښتونو لپاره کارول کېږي، خو ژر ستړې کېږي. دا فایبرونه یوازې هغه وخت کار کوي کله چې موږ کوم دروند شی پورته کوو، ټوپ وهو، منډه وهو او یا ناڅاپي حرکات ترسره کوو، لکه د وزن پورته کولو په تمرینونو کې. پروټین “الفا اکتینین ۳” یوازې په دغو چټک انقباض لرونکو فایبرونو کې موندل کېږي.

دن لوېس وايي: “د غوره ورزشکارانو شاوخوا ۸۰ سلنه فایبرونه یا خو چټک انقباض لرونکي وي که دوی لوړ انرژي لرونکي ورزشکاران وي او یا ورو انقباض لرونکي که دوی د لوړ زغم وړتیا لرونکي وي. د بېلګې په توګه د ماراتون د منډه‌وهونکي اوږد او نری بدن وګوره، چې د هغه د عضلو ورو فایبرونه عموماً واړه وي، خو د ستړیا پر وړاندې ډېر مقاومت لري او پرله‌پسې انرژي تولیدوي. دا کس د وخت په یوه واحد کې د امریکایي فوټبال یا هاکي د لوبغاړي پرتله کمه انرژي مصرفوي، حال دا چې د هغه لوبغاړي د عضلو فایبرونه لوی، چټک او قوي وي، خو ژر ستړي کېږي.”

هغې زیاته کړه: “هغه ورزشکاران چې د خپلو عضلو ۸۰ سلنه یوازې یو ډول فایبر لري، په اصل کې له زېږون سره نېکبخته پیدا شوي دي، ځکه دغه نسبت عموماً ۵۰ چټکې اندېښنې ته ۵۰ نژدې وي ااو ۵۰ نور بیا ورو اندېښنې ته نژدې وي. دا وېش له زېږون سره ټاکل شوی وي او د انسان عصبي سیستم د عضلو د فایبرونو ډول ټاکي، نو په تمرین سره نه شي بدلېدای.”

د دغو فایبرونو د توپیر د درک کولو یوه لار د چرګ مثال دی. د چرګ د پښو غوښه تیاره یا تور رنګه ده ده ځکه هلته د ورو فایبرونو او “مېوګلوبین” (هغه پروټین چې اکسیجن د هوايي تنفس په ترڅ کې عضلو ته رسوي) کثافت ډېر دی. دا چې مېوګلوبین کې اوسپنه ډېره ده هغه غوښه د وینې په څېر سور رنګ لري. په حقیقت کې کله چې د غوښې ټوټه پرې کېږي، هغه سره مایع چې راځي وینه نه ده، بلکې مېوګلوبین دی.

برعکس، د چرګ د سینې غوښه رنګه ده، ځکه هلته د چټک فایبرونو کثافت ډېر او د مېوګلوبین کموالی دی. دغه ډول مرغان یوازې هغه وخت له خپلې سینې کار اخلي چې د وزرو د ناڅاپي حرکت لپاره اړتیا وي، خو پښې یې په پرله‌پسې ډول کار کوي.

په انسانانو کې دغه توپیر لږ څرګند دی، ځکه زموږ عضلې له دواړو ډولو فایبرونو جوړې دي، په نسبي توګه له نژدې تناسب سره.

دغه فایبرونه د بدن د تودوخې په ساتلو کې هم مهم رول لري. کله چې هوا سړه شي، چټک فایبرونه پرله‌پسې او په چټکۍ منقبضېږي – همدا هغه “لړزه” ده چې موږ یې د ساړه پر مهال احساسوو. هره کوچنۍ او چټکه انقباض د انرژۍ په مصرفولو سره لږ څه ګرمښت تولیدوي، چې اغېزناکه او ګړندۍ لاره ده.

دن لوېس وايي: “د عضلو انقباض د بدن د تودوخې د لوړولو تر ټولو اغېزناکه لار ده، ځکه د ورزش پر مهال د سوځېدونکو کالوریو تر ۷۰ او ۸۰ سلنه تودوخې ته بدلېږي.”

څېړنې ښيي چې د نړۍ شاوخوا ۱.۵ میلیارده کسان په بشپړ ډول د “الفا اکتینین ۳” پروټین نه لري. که څه هم دوی چټک فایبرونه لري، خو د هغوی سرعت لږ وي او ورو فایبرونه یې ډېر وي. معنا دا چې هغوی په هغو ورزشونو کې چې د شدت او چټکتیا غوښتنه کوي لږ بریالي کېږي، خو د زغم یا اوږدمهاله ورزشونو لپاره ډېر مناسب وي.

که څه هم د زړه او سږو د زیات فشار غوښتونکو هوايي ورزشونو لپاره یې وړتیا کمه وي، خو د انرژۍ کارونه یې ډېر اغېزناک وي. دا خبره د برتانوي څېړونکو کریګ بیکرینګ او جان کيلي څېړنې ثابته کړې ده.

زموږ د نژاد پخواني انسانان چې شاوخوا ۵۰ زره کاله وړاندې له افریقا نه اروپا ته کډوال شول، د یوه جینيتیکي بدلون له امله د “الفا اکتینین ۳” پروټین له لاسه ورکړ. ښايي دغه بدلون زموږ له نیکونو سره د یخې اروپا په هوا کې د تطابق لپاره مرسته کړې وي، ځکه هغوی د ساړه پر مهال د لړزې لپاره لږه انرژي لګوله او پر ځای یې د عضلو د عادي انقباض پرمهال د مؤثرې تودوخې پر تولید تکیه کوله.

دن لوېس وايي: “دا جیني بڼه په هغو توکمونو کې لږه ده چې له ګرم اقلیم سره تړاو لري. د بېلګې په توګه په کینیا او نایجیریا کې یوازې ۱ سلنه، په ایتوپیا کې ۱۱ سلنه، په قفقاز کې ۱۸ سلنه او په اسیایي وګړو کې ۲۵ سلنه ده.”

منډه

د عکس تشریح،د اوږدمهاله منډه‌وهونکي فعالیت ښايي په سړه هوا کې ډېر ښه وي.

هغه کسان چې د “الفا اکتینین ۳” پروټین نه لري، د بدن د ګرم ساتلو وړتیا یې ښه وي. د انرژۍ له پلوه هم دوی عموماً د سختو او سړو شرایطو د زغملو وړتیا لري.

یو بل جنیټیک اړخ هم شته چې د بدن د ساړه پر وړاندې د چلن پر څرنګوالي اغېز لري، هغه وازګه ده. لکه څنګه چې موږ د عضلاتو دوه اصلي ډوله فایبرونه لرو، همدارنګه دوه ډوله وازګې هم شته – سپینې وازګې او نسواري وازګې – چې یو یې د بدن د ګرم ساتلو لپاره ډېر مهم دي.

کریسټین ستانفورډ، چې د اوهایو ایالت پوهنتون د حجروي بیولوژۍ پوهه ده، له خپلو همکارانو سره د نسواري وازګو د نسجونو د رول په اړه خپرې شوې څېړنې وارزولې، چې روښانه کړي دغه نسج د بدن د تودوخې په تنظیم کې څه رول لري.

نسواري وازګې د تودوخې تولیدوونکې ماده ده، یعنې د عضلو د ورو فایبرونو په څېر، پرته له دې چې لړزه رامنځته کړي، موږ ګرموي. یوازې له ساړه سره مخ کېدل هم د نسواري وازګو د فعالېدو لپاره کافي دي، چې دا کار کېدای شي د وزن د کمېدو لامل هم شي. ستانفورډ وايي دا موضوع کېدای شي د چاغښت د درملنې لپاره د څېړنو یوه برخه وي.

که څه هم سړوښې د نسواري وازګو د سوځېدو مخه نیولی شي، د عضلو د عصبي انتقال سرعت ورو کوي او ورزشي فعالیتونه کمزوري کوي، خو دن لوېس وايي: “که ښه تودوخه رامنځ ته شي، نو بدن خپله تودوخه تر هغه حده رسوي چې اړتیا وي.” یعنې هېڅ دلیل نشته چې په سړه هوا کې ورزش ونه شي.

دن لوېس زیاتوي: “په حقیقت کې د ماراتون د سیالیو لپاره تر ټولو غوره وختونه هغه وي چې هوا سړه وي، ځکه ساړه د بدن د حرکت پر مهال تولید شوې تودوخه ښه له منځه وړي. که هوا سړه نه وای، نو بدن به اړ وای چې د عضلو له فعالیت څخه انرژي لرې کړي، یوازې د ګرمښت له منځه وړلو لپاره.”

سره له دې، ټول ستر ورزشکاران په سړه هوا کې ښه نه فعالیت کوي. ساړه د هغو کسانو د سالنډۍ حالتونه لا پسې سختوي چې د ورزش له امله رامنځته کېږي او دا حالت عموماً د ژمنیو اولمپیکي لوبو له ۳۵ سلنه زیاتو ورزشکارانو سره لیدل کېږي.

سړه هوا کم رطوبت لري، د اوبو بخار منجمدوي او د وچې هوا په اړه باور دا دی چې په سږو کې د التهابي غبرګون لامل کېږي، چې د تنفسي لارو تنګېدو ته لاره هواروي.

نو، داسې جنیټیک عوامل شته چې له سړوښې سره د تطابق مخه د ځینو کسانو لپاره نیسي. په همدې ډول د “الفا اکتینین ۳” د پروټین د نشتوالي بدلون هم دا روښانه کوي چې ولې ځینې کسان له سهاره د پرانیستې هوا په یخو اوبو کې له لامبو خوند اخلي، حال دا چې نور په سختۍ سره هڅه کوي خپل ځان له کوره بهر کړي او منډه ووهي.

خو د ماتیلدا های لپاره، د هغې د کور ته نژدې عامه تود حوض تر اوسه اړتیا پوره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.