ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند
نوې څېړنه څرګندوي چې د ځان سره د دروغ ويلو تر شاه ريښتونی لامل څه دی.
د بياکتنې ترسره کوونکې: مېشل کورک
خلک د ډېرو لاملونو له مخې خپل ځان ته دروغ وايي، له هغې ډلې يو دا چې غواړي خپل چلند له خپلو باورونو سره يو شان وساتي.
نوې څېړنه د هڅونې (انګیزو) د اغېزو پرتله کوي او ښيي چې دا هڅونې ډېر لږ ارزښت لري.
که موږ وکولای شو خپل باورونه وساتو ــ حتی کله چې دا کار سخت وي ــ نو به مو د خپل وجدان لارښوونې ته دوام ورکړی وي.
د ځان ته د دروغ ويلو پېچلې نړۍ
بل ته دروغ ويل په څرګند ډول ناسم کار دی، لږ تر لږه له اخلاقي پلوه. کله چې ته پوهېږې دروغ وایې، نو دا يوه څرګنده پوله ده چې د رښتيا او دروغو تر منځ راکاږي. حتی که نيت دې ښه هم وي (مثلاً د يو چا د زړه نهماتولو لپاره چې جامه يې ډېره بده ده)، بيا هم دا دروغ دي.
خو د خپل ځان سره دروغ؟ ايا ته پرې هم خبر يې؟ کله چې ته د يو ناوړه عادت څخه زيات کار اخلي او بيا ځان ته وايې، “بس دا وروستی ځل دی”، نو زړه دې پوهېږي چې دا رښتيا نه ده. منل يې سخت وي، خو حقيقت موجود دی — که له باندنۍ نړۍ نه وي، نو د زړه له دننه خو شته.
ځان ته دروغ ويل ښايي بېضرره ښکاري، ځکه دا بل انسان نه اغېزمنوي. خو پوښتنه دا ده: ولې يې کوو؟ څه ګټه لري پرته له دې چې ځان لږ ښه احساس کړو؟
د ځان دوکې (Self-Deception) ارواپوهنه
د کليفورنیا پوهنتون (برکلي) څېړونکی یونهاو ژانګ (Yunhao Zhang) او د MIT څېړونکی ډېوېډ رنډ (David Rand) په ۲۰۲۵ کال کې يوه نوې څېړنه وکړه چې ځان دوکه يې د “ځان قانع کولو” يا self-persuasion يوه بڼه بللې ده. دا عجيبه ښکاري، خو انسان څنګه کولای شي خپل ځان قانع کړي؟
څېړنه ښيي چې دا کار ډېر ساده ترسره کېږي. ته يوازې اړ يې چې د يوې موضوع په ملاتړ يا مخالفت کې يو استدلال جوړ کړې. وروسته به تدريجاً باور وکړې چې دا نظر ريښتيا هم د ستا خپل دی، که څه هم په پيل کې داسې نه وې فکر کړی. له دې وروسته، ځان ته دروغ پېلېږي — ته خپل ځان ته وايې چې “دا رښتيا زما باور دی.”
ژانګ او رنډ دا حالت له هغه سره ورته ګڼي چې کله انسان د “ذهني ټکر” (cognitive dissonance) حالت ته ننوځي.
فرض کړه لري (Larry) د پلور استازی دی. د هغه شرکت يو نوی محصول بازار ته وړاندې کړی، خو هغه فکر کوي دا بېګټې دی. بيا هم مجبوره دی چې و يې پلوري. څو ورځې وروسته، کله چې دا محصول پېرودونکو ته وړاندې کوي، تدريجاً باور پيدا کوي چې دا محصول ښه دی.
ځان ته دروغ ويلو تر شا دليل دا دی چې لري غواړي خپل باورونه له خپلو کړنو سره همغږي کړي. کېدای شي هغه ځان رياکار احساس کړی وي، نو ذهن يې د خپل چلند د توجیه لپاره باور بدل کړی.
له ځان قانع کولو تر ځان دوکې پورې لار
د ژانګ او رنډ په وینا، خلک قصداً ځان ته دروغ نه وايي، بلکې د “ځان قانع کولو” له اغېز سره بېاختياره مخ کېږي. پخوانیو څېړنو دا بهير د نورو د دوکې له بڼې سره تشبيه کړی و، خو دا نوې څېړنه ښيي چې دا کار بېاختياري پېښېږي.
دوی دوه لوی آنلاین تجربې وکړې چې له ۴۰۰۰ زيات ګډونوال يې لرل. ګډونوالو ته د شپږو ټاکل شوو موضوعاتو په اړه خپل باورونه درجول، لکه “د سبزي خوړنې رژيم د انسان لپاره روغتیایی ګټې لري.”
نیمایي ګډونوالو ته وويل شول چې د خپل دريځ د ملاتړ يا مخالفت لپاره يو قانع کوونکی استدلال وليکي، او بلې ډلې ته يوازې د همدې استدلال لنډه خلاصه ليکل ورکړل شوه.
پايله دا وه چې دواړو ډلو وروسته خپل پخواني باورونه بدل کړل، حتی هغو کسانو هم چې هېڅ مالي هڅونه يې نه لرله.
په دويمه تجربه کې نوې موضوعات وړاندې شول، خو ګډونوالو دواړه دندې ترسره کړې — هم خلاصه او هم قناعت. بيا هم، د ساده “لنډيز” غوښتنه کافي وه چې د هغوی باورونه بدل کړي.
له دې نتيجې څرګنده شوه چې موږ ته د باور بدلون لپاره هېڅ ځانګړې هڅونې ته اړتيا نه ده. يوازې د مقابل لوري دريځ ته کتنه بس ده چې ذهن مو ورو ورو بدلېږي.
د ځان دوکې څخه د ژغورنې لار
دا ښکاره ده چې د خپل رښتين باور څخه شاه تګ يو پټ خو خطرناک بهير دی. کله چې ته د مخالف نظر په استدلال کې ځان ښکېل کړې، نو کېدای شي ځينې داسې اړخونه هم ووینې چې پخوا نهدې پرې فکر کړی. دا ښايي د فکري پراختيا يوه نښه وي، خو هم کولای شي تا له خپل رښتين دريځ څخه لرې کړي.
نو، د دې څېړنې پيغام دا دی: د “ساده تماس” يا بېپروا فکري چلند له امله خپل ارزښتونه مه پرېږده. د ځان قانع کولو دا پټه پروسه کولای شي تا له خپل اصلي فکره واړوي، حتی بې له دې چې درک يې کړې.
په لنډه توګه، د ځان صادق ساتل د فکري زړورتيا غوښتنه کوي. خپل باورونه په غور سره وڅېړه، خپل درونی حقيقت وساته، او د خپل اخلاقي قطبنما تعقيب ته دوام ورکړه — ځکه همدا ده چې انسان ته د دروني ارامتيا او بشپړتيا احساس ورکوي.
سرچينه: Psychology Today