لیکنه: صفت الله “صفت”
په دې کې شک نه شته چې د صنایعو پرمختګ انسان ته ډیرې ستونزې وزیږولې ددغه ستونزو ډیري برخه دانسان پواسطه دطبیعیت دتغیر له امله راوټوکیدې، په دې ډول چې خلک دصنعتی ښارونو په لور راوکوچیدل اوهلته یی دنفوسو تراکم ډیراو دځمکو کمښت رامنځ ته کړ، او په دې ډول زراعت ، ځنګلونه او شنې ساحې کمې او په مقابل کې یی فاضلاب ،کاربن دای اوکساید … ډیر شول.اوپه همدې ډول د دولت د بې پروایی له امله ځمکه والو تر آخري کچې هڅه وکړه چې دخپلې ځمکې څخه اعظمي استفاده وکړی یعنې هغه ځای چې باید دټولګټو خدمتونو لپاره پاتې وی په شخصی خلکو وپلورل شوې او هغوی کورونه پکې آباد کړل دا او ځنې نور عوامل په دې منتج شول چې خلک دهغه هوساینې څخه محروم شی چې دهغه طبیعت یی غوښتنه کوله.
څرنګه چې انسان تر صنعت له طبیعت سره ډیر جوړدی اوپه طبیعت کې ډیره آرامتیا احساسوی نو لومړی خو باید داوسیدو ښارګوټی له صنعتی او مزدحموتجارتی ښارونو لیرې واقع وی، او که بیا داممکن نه وی نو بیا لږ ترلږه دومره هڅه خو وکړو چې په ښارونو ځان ته تعمیرونه جوړ کړو نه سرپناوې.
تعمیر(Building): هغه ساختمان دی چې دتهداب،پایی یادیوال،ګاډر،فرش،چت،دروازې او کړکې لرونکی ،دانسان لپاره آرام او آسوده شرائط برابر اویا دهغه هدف لپاره کاروکړی چې ورته جوړشوی وی.
پورته خبرو ته په پام سره به دلته هڅه وشی ترڅو هغه عوامل چې دانسان دطبیعت په ښه والی او یابدوالی باندې اغیزه لری وڅیړل شی.
- دتعمیر جهت یابی(Building Orientation)
- تهویه اودهواحرکت
- رطوبت
- دچاپیریال دحرارت درجه
- دچاپیریال دسطحې څخه تشعشعی حرارت
- دچاپیریال ښکلا اورنګ
- غږ
- دچاپیریال روښنایی
- ګرداو غبار
- بوی
دتعمیر جهت یابی(Building Orientation)
د تعمیر د داسې ځای په ځای کولو هنر چې دهغه ځانګړی مخونه یو ځانګړی لورته برابر شی دتعمیر جهت یابی بلل کیږی.
اهداف
- ترڅومناسب چاپیر یال برابر کړو.
- اوسیدونکی له ناوړه ، بادونو او ګردونو،شور اوباران څخه وساتو.
- دتهویی،حرارت اوبرودت لپاره ښه اومناسب شرائط برابر کړو.
- اسلامی، کلتوری او محلی ملاحظات مراعات کړو.
هغه عوامل چې دتعمیر په جهت یابی باندې اغیزه لری.
- داړونده ساحې چاپیریال.
- سړک یاعمومی کوڅې ته نږدیوالی یا لری والی.
- دلمر مسیر نسبت اړونده ساحې ته.
- په ژمی او اوړی کې دباد شدت.
- دباران شدت او خصوصیت.
- اسلامی، کلتوری او محلی ملاحظات.
دتعمیر د داخلی اوخارجی هوا ترمنځ تبادله دتهویی په نامه یادیږی.
تهویه په دوه ډوله ده.
طبعی: طبعی تهویه دکړکیو اودروازو پواسطه په طبعی ډول صورت نیسی. دکړکیو مساحت باید دفرش دمساحت لږ ترلږه 17 حصه وی او یاد هر (10-15) m3 فضاء لپاره m2(0.15) روشن دان چې له فرش څخه د m(3.5) څخه لوړنه وی پریښودل شی.
د ASHRAE په معیار کې وایی چې دیو نفر لپاره (8 li/sec/capita) تازه هوا په کارده.
لاندې شکل ته په کتو سره لیدل کیږی چې یو انسان په 24 ساعتونو کې M3(0. 36) اوکسجن ته اړتیا او m3 (0.48) کاربن دای اوکساید تولیدوی،په همدې ډول هغه هوا چې انسان یی تنفس کوی باید له %( 1-2) ډیر کاربن دای اوکساید ونه لری تردې ډیره اندازه یی دژور تنفس سبب کیږی.پورته ارقامو ته په پام سره ویلای شو چې یو انسان ته د m3 (5-8) فضاء اړینه ده.
مصنوعی: نوموړی تهویه د تخنیکی وسائلو لکه پکه Air-condition او نورو پواسطه صورت نیسی چې په کوټه کې دهغه دنصب په وخت باید ټول ستندردونه په پام کې ونیول شی.
دهواحرکت
داهم یو له هغه مهمو عواملو څخه دی چې دانسان په آرامۍ باندې اغیزه لری اودکوټو په منځ کې دهوا حرکت هغه وخت رامنځ ته کیږی چې دکوټې دمختلفو برخو دحرارت درجه یوله بل سره تفاوت ولری، او په کوټه کې د هوا جریان (Convection) رامنځ ته شی.نو هڅه باید وشی چې د کوټې دفرش،چت،دیوالونو او داخلی هوا ترمنځ انډول رامنځ ته شی.
دانسان لپاره دهوادحرکت مناسب سرعتm/sec(0.3) دی.دنور تفصیل لپاره لاندې شکلونه دکتلو وړدی.
رطوبت(Humidity)
داوبو دهغه بخار چې په هواکې موجود دی او دهغه بخارترمنځ دنسبت سلنه چې هوایی دحرارت په ټاکلی درجه کې پرته له دې جذبولای شی چې دمیعان حالت ته ورسیږی، درطوبت په نامه یادیږی.یعنې کله که هوا دحرارت په یوه ټاکلی درجه کې دومره رطوبت جذب کړی څومره چې دهغه ظرفیت دی نو ویل کېږی چې دهوا رطوبت سل سلنه دی.
نوموړی فیصدی دهوا لمدوالی اووچوالی ښيی.
ګرمه هوا نسبت سړې هواته ډیررطوبت ساتی، که مونږ په ژمی کې پاملرنه وکړو هغه هوا چې کړکیوته ورسیږی هلته یی دحرارت درجه کمه شی اوس هغه اندازه رطوبت چې په لوړه درجه کې یی ساتلی وو نه شی ساتلی نو ځکه هلته دښیښې پر مخ دمیعان حالت ته رسیږی او دخولې په شکل ښکته راځي.
دټیټ رطوبت ستونزې
که دانسان په چاپیریال کې دهوارطوبت ټیټ وی نو ساکنې بریښناد تولید امکانات په کې ډیر وی، چې دمنفجره موادوپه شتون کې خطرناک وی.په همدې ډول به دانسان پوستکی او ویښتان وچ او دستوني اوپزې د مخاطی پردو له ستونزو څخه به کړیږی.
دلوړ رطوبت ستونزې
دلوړ رطوبت په صورت کې به په کوټه کې بخار او وروست بوی ډیر او دځنې مکروبونو اومضره باکتریاوو دژوند لپاره به مناسب شرائط آماده شی،په همدې ډول به په یخ موسم کې په هغه ځایونو کې چې نسبتاً ساړوه وی (کړکۍ او دسیوری دیوالونه) دبخار میعان (داوښکو په ډول خولې) (condensation) رامنځ ته شی
رطوبت څنګه اندازه کولای شو
په یو ګیلاس کې څو ټوټې یخ واچوی اوویی ښوروی که دګیلاس پرمخ خوله پیداشوه نو دکوټې هوامرطوبه اوکه نه وچه ده.
څنګه رطوبت کمولای شو
- په حمامو او آشپزخانو کې مستقیمه تهویه صورت ونیسی.
- حمام لنډ اوپه نسبتاً سړو اوبو سره وشی.
- په کور کې نباتات کمی شی.
درطوبت مناسبه اندازه
درطوبت مناسبه اندازه د %(50-60) ده.
د حرارت درجه
دانسان دبدن دحرارت درجه یوټاکلی حد لری چې C0(37) یا Fo (98.6) ده نوموړی درجه بدن په اتوماتیک ډول دمیتابولیزمیکو عملیو پواسطه کنترولوی. اوپه دې ډول شاوخوا چاپیریال ته یو kg(70) انسان په یوه شپه او ورځ کې Kcal(2520) حرارت استوی.
داستراحت په حالت کې دیو انسان لپاره دحرات مناسبه درجه C0(18-20) ، دکار په حالت کې C0(15-18) ده خونوموړی ارقام دکارمختلفو ډولونو،دانسان فزیکی وضعیت،جنس،عمر اوچاپیریال ته لږ انحراف کولای شی. تردې حد لوړ اوټیټ حرارت دانسان دنا آرامۍ سبب کیږی.په ژمي کې باید هڅه وشی چې کوټې دداسې تودوونکو وسایلوپواسطه تودې شی چې دحرارت درجه یی له C0 (70-80) لوړه نه وی ځکه پدې درجه کې تجزیه پیل او دانسان پزه اوستوني دهوا دوچوالی له امله خارښ کوی.
رنګ اودهغه اغیزې
رنګ دانسان په خوشحالۍ،خفګان،احساس او حتي په ذهنی ستړتیا اوآرامۍ باندې مستقیماً اغیزه کوی،ځنې رنګونه داسې وی چې په موجودیت کې یی انسان ته کوټه لنډه،اوږده، ټیټه،لوړه، لویه او یا هم وړه ترنظره ورځی.
هغه رنګونه چې ډیره اغیزه لری(strong Impulse Effect) دادی نارنجي ،زیړ ،سور،شین ارغوانی.
اوهغه رنګونه چې لږ اغیزه لری(Weakest Impulse Effect) دادی: آبی ،شین ډوله آبی او بنفش.
ډیره اغیزه لرونکی رنګونه په کوټو کې دوړو سطح لپاره اولږ اغیزه لرونکی د لویو سطحو درنګولولپاره مناسب دی
شین رنګ عصبی کشش(tension) رامنځ ته کوی
آبی رنګ انسان سکوت او معنویت ته متوجه کوی.
خو نارنجی رنګ دآبی پرخلاف بیا په نسان کې حرکت او هیجان زیږوی.
نوربیا …..