هره اونۍ د پنځو څخه تر لسو ډينمارکي وګړې په اسلام کې داخليږي

هره ورځ يو ډينمارکی د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي

د ډينمارک د يوې اسلامې مجلې (پوليتيکن ) د راپور له مخې هره ورځ يو ډينمارکی  مسلمانيږي .

دغه مجله ليکي : هره اونۍ د پنځو څخه تر لسو کسان په اسلام کې داخليږي چې د هغوی زياته برخه ځوانان تشکيلوي .

دا خپرونه زياتوي : چې د نويو مسلمان شويو (۱:۳ ) ځوانان تشکیلوي چې دا شميره د پخوا په څير ډيره زياته ده او بيا په ځوانانو کې زياته برخه ښځې تشکیلوي ، په خاصه ټوګه هغه چې د خپل خاوند لخوا مسلمان شوې وي .(اوس خو دقيقه شميره څرګنده نه ده ) خو تر ۲۰۰۵ کال پورې په ډينمارک کې د نويو مسلمان شويو شميره تقريباً ۵۰۰۰۰ پنځوس زره ته رسيده .

دغې خپرونې خپل معلومات د جوماتونو د امامانو او اسلامې مراکزو څخه ټول کړی دي .

منبع :

نوټ : ډنمارک یو له هغو هيوادونو څخه دی چې د اسلام سرسخته دوښمنان دي څه موده وړاندې په همدې هيواد کې ځنو شيطاني کړيو د اسلام  او د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سپکاوي تبليغاتي مواد خپاره کړل او همدارنګه ډينمارک يو له هغو هيوادونو څخه دی چې زمونږ په دين ، خاوره او عزت يې یرغل کړی دی او د ستر نړيوال کفري حشر په يرغل کې يې ونده اخستې  .

نن ورځ په داسې يوه سرسخت  اسلام دوښمنه هيواد کې اسلام د چټک پراختيا په حال کې دی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.