نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا

پوښتنه: که يو څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي، نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا په دې سره کفاره ورباندې لازمېږي که يې صرف د دغې ورځې روژه ماته شوه؟

ځواب: پر دغه کس صرف د دغې ورځې روژې قضاء لازمه ده، کفاره نشته ورباندې، په هدايه کې راغلي:

ژباړه: چا چې په هېره سره په روژه کې خوراک وکړ او د ده ګومان شو چې روژه مې ماته شوه، وروسته يې قصدًا نور خوراک ورپسې وکړ، نو پر دغه کس يوازې د دغې ورځې روژې قضاء لازمه ده، کفاره ورباندې نشته . (الهداية کتاب الصوم صفحه ٢٨٠

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.