نور به لابراتوار په جېب کې ګرځوو

وړاندې مو که تجریه کړې وي، په سمارټ یا ځیرکو ټلېفونونو کې د انسان فشار مالومېدای شوای، خو تازه خبر دا دی چې اوس داسې ځیرک ټلېفونونه جوړ شوي چې کولای شي د بېلابېلو ناروغتو تشخیص وکړي.

په دې ټلېفون کې د اسپیکټرم په نوم د یوې الې په وسیله د بېلابېلو ناروغیو تشخیص کېږي.

هغه کمپنۍ چې دا ځیرک ټلېفون یې جوړ کړی، دعوه کوي چې دا یو له ډېرو مهمو روغتیايي الاتو جوړ ټلېفون دی چې بیه یې هم ۵۵۰ ډالره ده.

په دې ټلېفون د وینې، تشو متیازو او بلغمو نمونې د پېژندنې له‌پاره وړاندې کولای شي چې له مخې به یې د ناروغۍ پته لګېږي.

کمپني وايي، دا ټلېفون داسې لابراتوار دی چې نوې اسانتیاوې به جوړې کړي.

سرخط ورځپاڼه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.