مېوه او سابه د معدې د سرطان مخینوی کوي

د مېوې او سبو خوړل ۵۰ سلنه د معدې پر سرطان د اخته کېدو خطر کموي.
ډاکتر محسن له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د معدې پر سرطان د اخته کېدو اصلي عامل په معده کې د هلیکوباکتر پایلوري موجودیت دی. دی وایي کله چې په معده کې دغه ميکروب ځای ونیسي، معده زخم کېږي چې ډېر کله بیا د معدې د سرطان لامل هم کېږي.

ډاکتر محسن وایي، د ډېر وخت لپاره د خوړو ساتل او خوړل هم د معدې پر سرطان د اخته کېدو لامل کېدای شي. دی زیاتوي ډېره مالګه لرونکي خواړه او وچه شوې غوښه هم د معدې لپاره خطرناکه ده.
د هغه په باور له مېوې او سبزیو ګټه اخیستل له ۳۰ نیولې تر ۵۰ سلنې پورې د معدې له سرطان څخه مخنیوی کوي. دی د هغو کسانو لپاره هم د مېوې او سبو خوړلو سپارښتنه کوي چې د معدې زخم لري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.