الحمدلله العلى ، الاعلى ، الولي المولى ، الذى خلق فاحياء ، وحكم على خلقه باالموت والفناء ، والبعث الى دارالجزاء ، والفصل والقضاء ، والصلوة والسلام على محمد خيرالورى ، وقال الله تعالى .
اما بعد
فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ
(۱)
زما عزتمندو مسلمانانو وروڼو مشرانو او كشرانو ! كوم آيت كريمه چې ما ستاسو په حضور كې تلاوت كه رب ذوالجلال فرمايي : هر نفس به د مرګ ذائقه څكي .
دا ذائقه به يا خوږه وي يا به ترخه وي ، كچېرته دا كس نيك وي ، او ټوله زندګى د الله رب العزت د قوانينو مطابق تېره كړي وي ، نو دا كس به د مرګ د پيالې ذائقه خوږه محسوس كوي ، او كچېرته دې كس خپله زندګى په غفلت كې تېره كړي وي ، فسق كړى وي ، فجر كړي وي ، ګناهونه كړي وي ، نو دا كس به د مرګ ذائقه ترخه محسوس كوي ، دې كس زړه وي او كه نه وي نو ضرور به دا ذائقه ګوري .
د مرګ خبردارى
ولې مرګ خلكو ته اعلان كوي خبردارى وركوي .
] انا لموت الذي افرق بين البنات والامهات [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د لورګانو او د مورګانو .
] انا لموت الذي افرق بين الاح والاخوات [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د وروڼو او د خورګانو كې .
] انا لموت الذي افرق بين كل حبيب [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د ټولو دوستانو كې .
] انا لموت الذي افرق بين الزوج والزوجة [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د خاوند او د ښځې كې .
] انا لموت الذي اخرب الديار والقصور [ زه هغه مرګ يم چې ورانوم كورونه او قصرونه .
] انا لموت الذي اعمر القبور [ زه هغه مرګ يم چې قبرونه آبادوم .
] انا لموت الذي اطلبكم واد رككم في بروج مشيده ولايبقى مخلوق الا يذقنى [ زه هغه مرګ يم چې زه تاسو تلاش كوم تاسو په مظبوطو قلاګانو كې او هيڅوك د مخلوق نه به نه پاتې كېږي مګر زما ذائقه به څكئ .
مسلمانانو مرګ مونږ ته اعلان كوي ، بيا هم مونږ د ګناهونه ځان نه بچ كوو ، او نه مونږ ته وېره راځي ، دنيا باندې نازونه كوو ، مال باندې نازونه كوو ، اولاد باندې نازونه كوو ، كور باندې نازونه كوو .
مسلمانانو دنيا خو زمونږ وطن اصلي نه ده ، وطن اقامت ده ، وطن اصلي خو زمونږ جنت ده ، دلته خو زمونږ د مسافرو په شان عمر تېروو ، لږ وخت لپاره به مونږ دلته اوسېږو وينې دا سفر هر وخت لپاره جاري وي .
كه مونږ ولاړ يو او كه ناست يو ، كه ويده يو كه ويښ يو ، كه زمونږ احساس وي او كه نه وي ، كه ګرمي وي كه يخني وي ، كه بهار وي او كه خزان وي ، وطن وي او كه غير وطن ، روزانه دا سفرونه وي ، مونږ روزانه مرګ ته نږدې كېږو .
افسوس ده ! د انسان هغه اوږده اميدو ته چې جوړ كړي يې دي او مرګ ورته نږدې ولاړ ده اوورته خاندي چى انسانه ستاپه عقل، ستا په فكر ، ستا په سوچ داسې پرده ده چې زه مرګ مو بلكل هېر كړى يم .