مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د الله ج د دربار څخه ستاسی د دواړو دنیاوو کامیابی غواړم
ستاسی څخه ډیره بخښه غواړم زما پوښتنی یو څه ډیری دی چی تاسی خفه نه شی
۱- که یو څوک لمونځ کوی او ته ورته ووایی چی سجده دی غلطه وکړل یا دی رکوع غلطه وکړل او هغه ئی د لمانځه په دننه کښی اصلاح کړی آیا دا خو به پروا نه لری؟
۲- مرغان په کور کښی په قفس کښی ساتل څنګه دی؟

 

عزيز احمد
بسم الله الرحمن الرحيم
د اول سوال ځواب : لمونځ کوونکي ته ويل چې سجده ، جلسه  نور صحي ادا کړه فتح نه بلکي خبر ويل کيږي ، په لمانځه د هر هغه چا خبر اخيستل جايز دی کوم چې د لمانځه په احکامو پوه وي (حايشه قدوري ) .
دوهم سوال ځواب :
په قفس کې د مرغانو ساتل چې د خوراک او چښاک انتظام يې درست وي مباح دی ، د فقهاء کرامو دليل لاندې حديث شريف دی .
عَنْ أَنَسِ بْنَ مَالِكٍ رضی الله عنه  قَالَ: إِنْ كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم لَيُخَالِطُنَا حَتَّى يَقُولَ لأَخٍ لِي صَغِيرٍ: «يَا أَبَا عُمَيْرٍ! مَا فَعَلَ النُّغَيْرُ»؟ (بخارى:6129)
انس بن مالک رضی الله عنه  وايي : نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دومره انداز کې زمونږ سره ناست او ولاړه لرله ( چې مزا به يې کوله ) زما وړوکي ورور ته به يې فرمايل : ای ابو عمير ! ستا د نُغير څه حال دی ؟ ( نُغير ، يو کوچنی مرغه وه چې ابوعمير به له هغه سره لوبې کولې ) .
وقد استُدل بهذا الحديث على جواز حبس الطائر ؛ لعدم إنكار النبي صلى الله عليه وسلم على أبي عمير . انظر ” فتح الباري ” ( 10 / 548 ) .
لا حرج في يجمع الطيور ويضعها في قفص إذا أعد لها ما يلزم من الطعام والشراب ؛ لأن الأصل في مثل هذا الأمر الحل ، ولا دليل على خلاف ذلك فيما نعلم ، والله ولي التوفيق . ” فتاوى علماء البلد الحرام ” ( ص 1793 ) .
مګر که مرغان او حيوانات بندي کړ شي او هغه ته خوراک او څښاک ور نه کړ شي سخته ګناه او د انسان هلاکت دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : دخلت امرأة النَّارَ في هرة حبستها لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ  (البخاري ) .
يوه ښځه په دې وجه دوزخ ته داخله شوی وه چې پشۍ يې بندې کړی وه هغه ته يې نه خوراک او نه څښاک ورکولو او نه يې ازادوله تر څو د حشراتو او ځمکې له شيان خپل ځان تغذيه کړي چې بلاخره له لوږې مړه شوه .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.