رڼا زرمتۍ
مور: ځلمیه زویه هله راشه چې بازار ته ځو.
ځلمی: دغه دی مورې راغلم، اول ووایه ماته څه شی اخلې؟
مور: ته راځه بیا به ګورو.
ځلمی: نه، نه اول ووایه ماته څه شی اخلې که نه؟
مور: سمه ده څه شی دې چې خوښ وو درته یې اخلمه، اوس راځه چې بیا دې بابا راځي او هو ځلمیه زویه په بازار کې به بیروبار ډېر وي چې لاس مې پرېنږدې.
ځلمی: ښه سمه ده مور جانې.
کله چې بازار ته ورسېدل نو ځلمي خپل د مور لاس کلک نیولی وو، خو کله چې د ماشومانو د جامو دکان له څنګ نه تېر شول نو په خپل مور یې ډېر ټينګار وکړ چې هلته ورته کالي واخلي.
مور: ځلمی جانه ته خو یو بکس کالي لرې نور څه کوې؟
زلمی: نه، نه ماته دا واخله، واخله، واخله. تا خو راته ویلي وو چې هر څه دې خوښ شول بیا یې درته اخلمه اوس زما دا خوښ شوي هله نو مورې.
مور: ښه سمه ده ته راځه چې یو وار خو یې وګورمه.
مور یې د کالو په لیدلو او اخیستلو بوخته وه، چې په دې وخت کې د ځلمي یو سړي ته پام شو، چې دده خواته یې ایسکریم نیولی وو او له د نه یې غوښت چې نږدې ورشي. ځلمی هم د ایسکریم لپاره د پردي سړي غېږ ته ورغی له هغه نه یې ایسکریم واخیست او همداسې ورسره روان شو.
مور: ځلمی ګوره دادې خوښ دی، چې ګوري ځای شته ځلمی نه، ټول مارکیټ یې ورپسې ولټوه خو د ځلمي درک نه وو، غریبه په یوه ژړا وه حیرانه پاتې وه چې پلار ته به یې څه وایي.
زلمی: کاکا ما خپل کور ته ورسوه، زه مې مور ته ځمه، ته ما چېرته وړې؟
سړی: غلی شه که نه وهلی به مې ېې. زلمی هم چپ شو کله یې چې خپل جېب ته لاس کړ نو مرد کۍ تشلې یې په لاس ورغلې او پام یې شو چې څه وکړي.
زلمی: کاکا، کاکا تشناب نیولی یم.
سړی: اوف ته هم څومره نخرې کوې د لارې پر سر تشناب درته له کومه کړم.
ځلمی: نو زه څنګه وکړم ضرور ده زما په لاس کې خو نه ده چې رام کښېنمه، پس له تشناب نه حتماً ارام کښېنم.
سړی: ښه سم ده ځه هلته لرې لاړ شه زما درته پام دی. ځلمي چې یو څو قدمه واخیستل نو لږ لږ یې خپل ګامونه چټک کړل او په منډه شو، سړي هم ورپسې منډې وهلې، دی مخکې سړی ورپسې وو نو په همدې وخت کې یې له خپل جېب نه مردکۍ را ویستلې او د سړي پښو ته یې واچولې، سړی کړس په ځمکه ولږېده. زلمي ته ځای هم نه و معلوم خو مقصد منډې یې وهلې، هله، هله، هله… تر څو چې ځان یې د پولیسو یوې غرفه ته ورسوو.
ځلمی: سلام پولیس کاکا! زه ورک شوی یم، ډېر په سختي مې دا ځای پیدا کړ، کېدای شي ما مې خپل کور ته ورسوئ؟
پولیس:- هو ولې نه دا زموږ وظیفه ده ته ماته دا ووایه چې په کومه منطقه کې اوسېږې؟
ځلمی:- په کارته نو کې.
پوښتنه په پوښتنه د زلمي كور پیدا شو. مور یې له ډېرې خوشالۍ نه شکرونه ایستل او همداسې یې ځلمی په مخ مخ مچو کاوه. د زلمي پلار له پولیس نه ډېره مننه وکړه.
تر هغې ورسته ځلمي له ځانه سره هوډ وکړ چې نور به مورجانې سره بازار ته د تګ پر وخت هر شی هر شی نه غواړي، د مور لاس به نه پرېږدي او هغه کسان چې نه پېژنې له هغوی سره به هم چېرې نه ځي.
خو د جالبو کیسو له کوم کتاب نه یې چې په مردکیو د سړي د غورخولو چل زده کړی و هغه یې ښه عملي کړ او د صحنې په رایادولو سره به یې کله، کله له ځان سره وخندل.