له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه

له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه

پوښتنه (۸۵) دماخوستن لمونځ دنيمي شپي څخه وروسته مكروه تحريمي دى اوكه نه دى كه چېرې دنيمي شپي څخه وروسته وكړل شي نو واجب الاداء دى اوكه نه ؟مولاناعبدالحى صاحب G په مجموعه ( ج۱ ص ۳۳ ) ليكلي دي چې دماخوستن لمونځ وروسته له نيمي شپې څخه وروسته مكروه تحريمي دى او واجب الاداْء دى اوكه چيرې يي را ونه ګرځوي نوګناه ګاربه وي ،اومولانا اشرف علي صاحب په (بهشتي زيور) كې ليكلي دي چې دلمانځه وخت ترصبح صادق پوري دى او وروسته دنيمي شپي څخه مكروه دى او ثواب يي كميږي ،په دې دواړو ليكنوكې كومه يوليكنه سمه ده ؟ كه چيرې دماخوستن لمونځ دنيمې شپې څخه وروسته وكړاى شي نو هغه دي  راوګرځول شي اوكه نه ؟ اوكه چيرې يي راګرځول واجب نه وي نودمولانا عبدالحى صاحب دفتوا څه مطلب دى ؟

ځواب:دنيمې شپې څخه وروسته دماخوستن لمونځ كول مكروه دى ،ځيني ئي مكروه تحريمي اوځيني ئي مكروه تنزيهي ګڼي (فان اخرهاالى مازادالى النصف كره لتقليل الجماعة (درمختار) قوله كره اى تحريما كماياتى تقييده فى المتن اوتنزيها وهوالاظهركما نذكره عن الحليه شامى (1)،ثم قال تحت قول الماتن تحريما كذافى البحرعن القنيه لكن فى الحليه ان كلام الطحاوى يشيرالى ان كراهة تاخيرالعشاء تنزيهية وهوالاظهر(2)) نوكوم فقهائي چې مكروه تحريمي ګڼي دهغوى په نزد واجب الاداء دى اوڅوك يي چې مكروه تنزيهي ګڼي دهغوى په نزد واجب الاداء نه دى ځكه چې دمكروه تنزيهي مطلب ديوه كار نه غوره والى دى ،دعلامه شامى دقول اودحليه له روايت څخه معلوميږي چې مكروه تنزيهي كيدل ښه ښكاره دى ،اودښه ښكاره كيدلو وجه داده چې سبب ددې مكروه والى دجماعت كميدل دي نه داچې په وخت كې څه خرابي ده ،نوڅرګنده شوه چې كه چيري مولانا عبدالحى صاحب رحمه الله واجب الاداء ليكلي وي نوهغه دمكروه تحريمي كيدلوروايت غوره بللى دى ،اودمولانااشرف علي رحمه الله مقصد كه دمكروه څخه مكروه تنزيهي وي نوهغوى دويم قول چې واضح دى غوره كړى دى اوهمدا حق ته زيات نزدي دى چې كراهيت تنزيهي دى اوراګرځولوته يي اړتيانه شته .

 

(1)  ردالمحتاركتاب الصلوة ج ۱  ص ۳۴۱ .

(2)  ردالمحتار كتاب الصلوة  ج ۱ ص ۳۴۲

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.