📖 مبارک احادیث د تعصب او قومپرستۍ په اړه:
-
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«مَن قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ، يَغْضَبُ لِعَصَبَةٍ، أَوْ يَدْعُو إِلَى عَصَبَةٍ، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبَةً، فَقُتِلَ، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ»
(صحیح مسلم)
👉 څوک چې د تعصب او قومپرستۍ لپاره جګړه وکړي، او په همدې حالت کې ووژل شي، هغه د جاهلیت مرګ دی. -
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ»
(ابو داود)
👉 زموږ له امت څخه نه دی هغه څوک چې تعصب ته بلنه ورکوي، د تعصب لپاره جګړه کوي او یا د تعصب په حالت کې مړ شي. -
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»
کله چې د مهاجر او انصار ترمنځ د قومیت خبرې وشوې، رسول الله ﷺ وفرمایل: دا پرېږدئ، ځکه دا بدبویه (ناپاکه) ده.
(صحیح بخاري)
🌟 پیغام:
اسلام د قوم، ژبې او رنګ پر بنسټ هیڅ ډول برتري نه مني. یوازې تقوا او پرهیزګاري د انسان د ارزښت معیار دی.
📢 دعوت نیوز وړاندې کوي
✨ له تعصبه ځان وساتئ ✨
تعصب د ټولنې د ویش او د ورورولۍ د لهمنځه وړلو سبب ګرځي.
راځئ چې د حق، انصاف او ورورولۍ پر بنسټ ژوند وکړو.